د لاسرسي ځای

يو پاکستانی سرتيری وژل شوی، پنځه زخميان دي


جنوبي وزيرستان کې پر پوځ او باجوړ کې د ايف سي ځواکونو پر سرتېرو بريدونه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ ويلي وو چې له نوي فيصده ډېره سيمه يې له وسله والو پاکه کړې ده.

جنوبي وزيرستان او باجوړ کې په دوو بېلابېلو پېښو کې د پاکستاني ځواکونو يو سرتيری وژل شوی او پنځه نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان امنیتي ادارې وايي نن سهار د جنوبي وزیرستان د تیارزه په ارغړو سیمه کې د امنیتي ځواکونو په لاره کې ښخ شوی ماین وچاودېد چې په نتیجه کې یې یو سرتیری مړ او درې نور ژوبل شول.

ژوبل کسان د جنډولا روغتون ته رسول شوي او د یو زخمي صحي وضع د اندېښنې وړ ښودل شوېده. د پاکستان پوځ له دې بریده وروسته په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي. بل پلو د طالبانو د محسود ډلې ویاند اعظم طارق محسود له ناڅرګند ځایه مشال راډیو ته وویل چې بم ددوی ملګرو ښخ کړی و او په دې پېښه کې یې د پاکستان د پوځ اته پوځیان وژلي دي.

هلته په باجوړ کې هم د ایف سي د ځواکونو یو موټر په ښخ شوي ماین وربرابر شوی او د چاودنې په ترڅ کې دوه سرتیري ژوبل شوي دي. دا پېښه نن غرمه مخې ته راغلې ده. په سیمه کې د مشال راډیو خبریال د ځايي چارواکو په حواله وايي چې د ایف سي ځواکونو ګاډی د کمانګرې په خړي کلي کې په نخښه شوی دی. د طالبانو جماعت الاحرار ډلې ددې برید مسولیت قبول کړی دی.

په همدې حال کې د پاکستان د قومي اسمبلۍ د شمالي وزیرستان یو غړی وايي حکومت دې د جنګ له کبله د بې کوره شویو خلکو د واپسۍ لړۍ تیزه کړي. محمد نذیر چې د مشال راډیو سره یې خبرې کولې، زیاته کړه چې د شمالي وزیرستان ۹۵ په سلو کې سیمې اوس د حکومت تر واکمنۍ لاندې دي خو بیا هم د کډوالو د واپسۍ لړۍ ورو روانه ده.

په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو لسګونه زره قبایلیان بې کوره کړي دي چې تر اوسه یوازې ۱۵ زره کورنۍ بیرته خپلو کورونو ته ستنې شوې دي. دوی وخت په وخت له حکومته د واپس تګ او هلته د سهولتونو د برابرولو غوښتنه کړي.

XS
SM
MD
LG