د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني: محلي پوليس دې د ډلو له اغېزه پاک شي


افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د کندز، بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو د محلي پولیسو په لیکو کې باید اصلاحات راشي او دا پولیس د ځینو خاصو کړیو او اشخاصو د نفوذ له چوکاټه بهر شي.

د ولسمشر له دفتره ننۍ خبرپاڼه وایي چې نوموړي دغه څرګندونې نن د شمال ختیځو ولایتونو له امنیتي مسولینو سره د خبرو پر مهال وکړې.

د خبرپاڼې له مخې ولسشمر ویلي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې باید همغږي رامنځ ته او د اطاعت اصل مراعت شي او هر هغه څوک باید له دندې لري چې دغه معیارونه له پامه غورځوي.

له ولسمشر سره په خبرو کې د شمال ختیځو ولایتونو امنیتي مسئولین د وسله والو مخالفینو پر ضد د عملیاتو د پلان په اړه غږېدلي او د یمګان ولسوالۍ د بیا نیولو د هڅو په اړه يې معلومات ورکړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG