د لاسرسي ځای

تازه خبر

آيا پر تشدد پاروونکو وويناوو بندېز سم عملي شوی؟


د ناقانونه ګرځول شوې جماعت الدعوه ډلې مشر، حافظ سعيد
د ناقانونه ګرځول شوې جماعت الدعوه ډلې مشر، حافظ سعيد

د پاکستان حکومت وايي چې د ترهګرۍ او سخت دريځۍ د ځپلو لپاره د قامي ايکشن پلان د عملي کولو لړ کې يې په رسنيوو کې نفرت خوروونکو ويناوو بنديز لګولی. خو څيړونکي وايي چې حکومت په دې اړه واضحه پاليسي نه لري نو ځکه د ټولو ډلو او خلکو خلاف يو شان کاروايي نه کوي.

په دې ورستیو کې د پاکستان مرکزي حکومت په هېواد کې رسنیو ته هدایات جاري کړي چې ۷۲ تنظیمونو ته به په خپلو خپرونو کې ځای نه ورکوي. په دې کې ۶۰ تنظیمونه هغه دي چې په پاکستان کې ناقانونه ګرځول شوي او پاتې دولس هغه دي چې د ملګرو ملتونو لخوا دبندیز لاندې دي. چارواکي د دي کار مقصد د تشدد او نفرتونو د خورېدو مخنيوی کول ښئ.

د پاکستان د داخله چارووزیر مملکت محمد بلېغ الرحمان مشال ريډيو ته تېره ورځ په ځانګړې مرکه کې وويل چې د تشدد پارونې مخنيوي لپاره ضروري وه چې دوی داسې ګامونه واخلي.

نوموړی وايي: ((حکومت په هیڅ حال کې نفرت خورونکي وېنا نه برداشت کوي. هیڅوک به د وسله والو او سخت دریځو سرلوړي او عظمت بیانولو او یا ستایلو ته نه پریښودل کیږي. په دې برخه کې ډېر کار شوی دی. مونږ د مفت ټیلفیون یوه شمېره ۱۷۱۷ اعلان کړې چې که څوک چېرته هم نفرت خورونکي وېنا واوري نو په دغې شمېره دې مونږ ته خبر راکړي. تر دې دمه چې چا هم په دې اړه خبر راکړی نو پولیسو يې رپورټ لیکلی او نفرت خورونکي ګڼ شمېر خلک یې نیولي دي. همدا وجه ده چې اوس په نفرت خورونکو ويناوو کې کمې راغلې دي.))

محمد بلېغ الرحمن
محمد بلېغ الرحمن

ياده دي وي چې د پاکستان د جماعت الدعوه مشر، حافظ سعید د حکومت له اړخه په رسنیو کې پر تشدد راپاروونکو ويناوو د بندیز خلاف لاهور هايي کورټ کې درخواست جمع کړی دي.

محمد بلېغ الرحمان مشال ريډيو سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې د هر هغه کس په خلاف به ګامونه اخيستل کيږي چې نفرتونه خوروي او تشدد راپاروي.

((که هغه (حافظ سعيد) په رسینو کې د بندیز خلاف عدالت ته تللی نو معنا دا ده چې د سخت دریځو خلاف بندیز مؤثره دی ځکه اوس له عدالت څخه مدد غواړي. دا یوازې د حافظ سعید خبره نه ده بلکه ټولې سخت دریځه ډلې او تنظیمونه به دبندیز لاندې وي. دویم چې تاسو د مولانا عبدالعزیز د څرګندونو پوښتنه وکړه نو په دې اړهد داخله چارو وزارت وضاحتي بیان جاري کړی چې حکومت به په دې لړ کې چا سره هم څه ډول رعایت نه کوي.))

حکومت اوس هم زړه نا زړه دي چې د کومو تنظیمونو خلاف ګامونه پورته کړي او د کومو خلاف نه.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام آباد د لال مسجد خطیب مولانا عبدالعزیز هم خپلو داسې ويناګانو ته دوام ورکړی چې د څيړونکو په وينا تشدد ته لار هواروي.

د دفاعي چارو څیړونکی حسن عسکري وايي چې د مسلم لیګ نواز ګوند مرکزي حکومت بايد نه يوازې د رسنيوو بلکې په اجتماعي ځايونو کې هم د کرکې زياتوونې په تقريرونو او ويناوو بندېز ولګوي. خو هغه زياتوي چې حکومت د سخت دریځو تنظیمونو په اړه واضحه فکر نلري نو ځکه په قامي ایکشن پلان کې لا هم ډېر ې نیمګړتیاوې ښکاري.

((که دمسلم لیګ نواز ګوند حکومت په دې پوهه شي چې څه کول پکار دي نو بیا په هغې عمل کول هیڅ ګرانه نه ده خو مسله دا ده چې دوی اوس هم زړه نا زړه دي چې د کومو تنظیمونو خلاف ګامونه پورته کړي او د کومو خلاف نه. مثلاً مولانا عبدالعزیز د مرکزي حکومت له اړخه دیو شمېر بندیزونو لاندې دې خو اوس هم چې چیرته تلل غواړي او څه ویل غواړي بې له ویرې ترهې یې کوي. یا مرکزي حکومت کله کله د سیاسي مصلحتونو ښکار شي.))

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG