د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د البدر وسله وال څنګه افغانستان ته ځي؟


تېره مياشت ننګرهار کې نيول شوو طالبانو سره پاکستاني شناختي کارډونه او نور اسناد هم وو.
تېره مياشت ننګرهار کې نيول شوو طالبانو سره پاکستاني شناختي کارډونه او نور اسناد هم وو.

پاکستاني چارواکي وايي چې د خيبر پښتونخوا دير ته پرون د هغو دوه ويشت وسله والو مړي ورووړل شوي چې د افغان چارواکو په خبره خوست کې وژل شوي وو. دا وسله وال د پاکستاني پوځ او حکومت په خوښه افغانستان ته ورځي که څنګه؟

پاکستاني چارواکو منلي چې دې وروستيوو کې افغانستان کې جنګېدونکو د ځينو پاکستانيو ځوانانو مړي د خيبر پښتونخوا په دير کې خارو ته سپارل شوي دي. که څه هم په تېرو وختونو کې پاکستاني چارواکو دا نه منله چې پاکستاني وسله وال د طالبانو په ليکو کې جنګيږي خو نيزدي يوه مياشت وړاندې د سند صوبې د پوليسو مشر ويلي وو چې د کراچۍ له هسپتالونو یې هغه طالبان نيولي دي چې د افغانستان په جګړو کې زخميان شوي وو او دغلته يې علاج کېده.

په همدې اړه: افغانستان کې د وژل شوو دوه ويشت پاکستانيانو مړي دير ته ويوړل شول

په داسې حال کې چې د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي د قامي ایکشن پلان د لاندې د ټولو وسله والو ډلو پر ضد د بې توپیره عملیاتو ادعاوې کوي او څه موده وړاندې يي په مالاکنډ سیمه کې د وسله والو ډلو په ضد پوځي عملیات هم ترسره کړي، وسله والې ډلې څنګه کولی شي چې ځوانان یو ګاونډي هیواد ته د جګړې لپاره ولیږي؟

پکار ده چې حکومت ددې هر څه سپیناوي وکړي چې دا کسان څوک وو، څه يي کول او چا لیږلي وو؟ د پاکستان له تېرو ديرشو کلونو څخه په بوسو کې اوبه بيايي.

په دې اړه د پاکستان د پارلیمان پخوانی غړی او کارپوه افراسیاب خټک وايي دا ښئ چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د جوړ شوي پلان په عملي کولو کې هیڅ سنجیده نه دی او افغانستان کې چې کوم جنګ روان دي په هغې کې د برخې اخستو لپاره له دې ځايه خلک ځي.

نوموړی وايي: ((په دنیا کې یو حکومت هم له دې ذمه وارۍ ځان نه شي خلاصولی چې د هغه وګړي خپل ګاونډي هیواد ته په دومره لوی شمیر کې لاړ شي او هلته په جګړه کې برخه واخلي او د هغوی مړي هم راشي. پکار ده چې حکومت ددې هر څه سپیناوي وکړي چې دا کسان څوک وو، څه يي کول او چا لیږلي وو؟ د پاکستان حکومت لیږلي وو او کنه د پاکستان خلاف يې کار کاوه. خو دا د اوس نه نه ده. دوی له تېرو ديرشو کلونو څخه په بوسو کې اوبه بيايي.))

د پاکستان د پوځ یو پخوانی بریګیډیر او د دفاعي چارو کارپوه محمودشاه بیا وايي چې پاکستان د یوې پالیسۍ تر مخه البدر مجاهدین له مینځه وړي دي.

هغه زياته کړه: ((دلته د فضل الله کسان فعال دي او هغه پخپله موجود دي. د هغه وسله وال زمونږ په پوستو بریدونه کوي. دغه وسله وال کوم چې د فضل الله سره تللي دي د دیر او سوات سره تړاو لري. ماته داسې ښکاري چې داد هغه خلکو دلته د ښخېدو لپاره یوه بهانه کیدی شي. ځکه چې زه په دې اړه ذاتي مالومات لرم چې البدرمجاهدین له مینځه وړل شوي دي.))

خو پر ټولنيزو مطبوعاتو لکه فیس بوک داسې تصويرونه او ويډيو ګانې خپرې شوي چې د وژل شوو کسانو تابوتونه د البدر په جنډو او بيرغونو کې پوښلې ښکاري. په يوه ويډيو کې د البدر په حق کې تقرير او شعارونه هم ورکول کيږي.

د لانګ وار جرنال ترمخه البدر مجاهدیند کشمېر له حزب المجاهدین څخه بیله شوې یوه وسله واله ډله ده چې د هندوستان تر واک لاندې کشمیر کې يې وسله وال فعالیتونه کول خو وروسته يې د د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د افغانستان د حزب اسلامي ډلې لاندې بريدونه ته دوام ورکړ. د رپورټونو تر مخه په دي وروستيوو کې يې د افغانستان دننه خپل فعاليتونه زيات کړي ډي.

په مالاکنډ سیمه کې ځني ځاي سیاسي او اولسي غړیو د نوم نه ښودلو په شرط مشال ریډیو ته ویلي چې ددې ډلې غړي د ځني مذهبي سیاسي ډلو د مشرانو په مرسته په سیمه کې د ځوانانو د راجلبولو يا برتي کولو لپاره هلې ځلې کوي او بیا يې افغانستان ته د جنګ لپاره لیږي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG