د لاسرسي ځای

تازه خبر

“افغانستان د جنوبي او مرکزي اسیا د نښلولو تر ټولو ښه لار ده”


د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، هیواد یې د منځنۍ اسیا د هېوادونو پانګونې او د اقتصادي راکړې - ورکړې پراختیا ته اړتیا لري.

دا څرګندونې ولسمشر اشرف غني د جمعې پر ورځ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د نظربایف پوهنتون زده کونکو ته په وینا کې وکړې.

ولسمشر غني وویل:

« افغانستان د جنوبي او مرکزي اسیا د نښلولو تر ټولو ښه لار ده. موږ له قرغزستانه ، تاجکستان،افغانستان او پاکستان ته او په عین حال کې له ترکمنستانه،ازبکستان،افغانستان او پاکستان ته د پایپ لاین پر غزولو غور کوو. د ګېس پایپ لاینونه به چې په راتلونکو لسو کلونو کې یې پلان جوړ شوی، د راتلونکو دوو پيړیو لپاره زموږ پر لارو، اړیکو او نورو چارو اغیز وکړي.»

د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایوف ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به خپلې بشري مرستې جاري وساتي.

د قزاقستان حکومت هرکال د ۲۰ ملیونه ډالرو په ارزښت خوراکي مواد او نورې بشري مرستې افغانستان ته استوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG