د لاسرسي ځای

“د قبایلي سیمو لپاره دې د پوهنتون چارې ژر تر سره شي”


د خېبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب عباسي امر کړی دی چې د قبایلي سیمو لپاره دې د فاټا پوهنتون چارې ژر تر ژره تر سره شي.

د جمعې پر ورځ ناوخته په پېښور کې د ګورنر په کور کې په دې اړه غونډه شوې ده چې د قبایلي سیمو د پرمختګ چارو ادارې فاټا سیکرټریټ چارواکو هم پکې ګډون کړی وو.

ګورنر سردار مهتاب عباسي غونډې ته وویل چې د روان کال تر ډسمبره دي د دې پوهتون مشر یا وایس چانسلر وټاکل شي او د راتلونکي کال تر ډسمبره دي فاټا پوهنتون د درس ورکونې جوګه کړل شي.

XS
SM
MD
LG