د لاسرسي ځای

تازه خبر

" فاټا سياسي ضرب عضب ته اړتيا لري"


غازي ګلاب جمال ضرب عضب عمليات اغيزمن بولي البته وايې خو اوس بايد د قبايلي سيمو د ابادی او خوشالۍ لپاره سياسي ضرب عضب پېل شي.

پاکستاني پوځ ويلي، د مشکوکو ترهګرو پر ضد روان ضرب عضب عملياتو د پای ته رسولو په اړه ټاکلې نيټه نشي ورکولای.

دا خبره د پوځ وياند مېجر جنرال عاصم باجوه د زيارت په ورځ په واشنګټن کې د جنرال راحيل شريف د امريکا پنځه ورځني سفر په اړه له خبريالانو سره د مالوماتو شرېکولو پر مهال وکړه.

د پاکستان ډيلي ټايمز ورځپاڼې د پوځ وياند مېجر جنرل عاصم باجوه خبرې کانفرنس خپور کړی دی.

د ورځپاڼې په وينا عاصم باجوه د ضرب عضب عملياتو په منځ کې د نه پرېښودلو هوډ څرګند کړ او ورسره يې زياته کړه چې د عملياتو ختمولو کره نېټه نشي ورکولای.

پاکستاني پوځ وايي، د ضرب عضب عملياتو د پای به اړه کره نېټه نشي ورکولای
پاکستاني پوځ وايي، د ضرب عضب عملياتو د پای به اړه کره نېټه نشي ورکولای

د پوځ وياند وويل چې ضرب عضب عملياتو ټاکل شوي هدفونه به ډېر ژر ترلاسه کړي.

هغه د شمالي وزيرستان او خيبر اېجنسۍ له وسله والو د پاکولو ادعا وکړه.

ضرب عضب عمليات شاوخوا يوه نېم کال وړاندې له شمالي وزيرستانه پېل شوي وو چې وروسته ټول هېواد ته و غزول شو.

د عملياتو له وجې له وزيرستانه تر يو مليون زيات کسان بې کوره کړل شو.

له ضرب عضب اپرېشن وروسته تر يو مليون زيات کسان له شمالي وزيرستانه بې کوره شو.
له ضرب عضب اپرېشن وروسته تر يو مليون زيات کسان له شمالي وزيرستانه بې کوره شو.

د پاکستاني پوځ وياند دغو تازه څرګندونو ته په پام سره پوښتنه راپورته کيږي چې ایا ضرب عضب عملياتو په رښتیا هم د قبايلي سيمو پر امنيت ښه اغېز کړی او که څنګه؟

ملک نثار علي خان د فاټا متاثرين کميټۍ مشر دی، وايي ، تر څو چې بې کوره کړل شوي خلک وزيرستان ته نه وي ستانه کړل شوي تر هغو هيڅ نشي ویلای.

( مځکني حقيقت ته چې ګورو نو تر اوسه هېڅ يو مهم طالب قومندان يا جګړه مار نه دی وژل شوی. دغه خلک( وسله وال طالبان) د پولې شاوخوا سيمو ته تښتېدلي دي.)

غازي ګلاب جمال وايي، د قبايلي سيمو د بيا رغولو او خوشالۍ لپاره سياسي ضرب عضب ته اړتيا ده.

ملک نثار علي خان نه دی خوشبېنه چې ګنې عمليلت به ګټور ثابت شي بلکې د ده په خبره ممکن ده وسله وال بېرته سيمو ته ورستانه شي.

تر ضرب عضب عملياتو وړاندې پوځ په جنوبي وزيرستان کې هم عمليات کړي وو چې پای ته ورسېدل خو لا هم له هغه ځايه بې کوره کړل شوي کسان کورونه ته نه دي ستانه شوي.

د دې سيمې د قامي اسمبلۍ غړی مولوي جمال الدين مشال راډيو ته وويل چې لا هم د ده د سيمې ۷۰ فيصده خلک بېرته نه دي تللي.

دی په دې نظر دی چې له وسله والو طالبانو سره د مذاکراتو پرته تلپاتې سوله نشي راتلای.

خو د قامي اسمبلۍ يو بل غړی غازي ګلاب جمال بېل نظر لري. دی ضرب عضب عمليات اغېزمن بولي البته د قبايلي سيمو د بيا رغولو او خوشالۍ لپاره سياسي ضرب عضب پکار دی.

مځکني حقيقت ته چې ګورو نو تر اوسه هېڅ يو مهم طالب قومندان يا جګړه مار نه دی وژل شوی. بلکه دوی د پولې شاوخوا سيمو ته تښتېدلي دي. ملک نثار علي خان

د ده په وينا په ټوليزه توګه سوله راغلې خو اوس بايد ولسي حکومت د فاټا د بيا ودانی لپاره پيسې ورکړي او پرمختيايي کارونه پېل کړي.

ده زياته کړه بايد د فاټا انتظامي او سياسي اصلاحاتو په اړه هم زغرده اقدامات وشي.

XS
SM
MD
LG