د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب د شام جګړې ختمولو لپاره د یوې غونډې کوربتوب کوي


سعودي عرب وايي، د راتلونکې میاشت په نیمايي کې به د سولې راتلونکو خبرو لپاره د شامي اپوزیشن متحدولو په موخه د یوې غونډې کوربه شي چې په شام کې شاوخوا پینځه کلنۍ کورنۍ جګړه پای ته ورسول شي.

په ملګرو ملتونو کې د سعودي عرب سفیر عبدالله المعلمي بېګا وویل، هېواد به یې هڅه وکړي چې د شامي حکومت او اپوزیشن تر منځ د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د سولې تر خبرو مخکې د اپوزیشن مختلفې ډلې ((د یوه دریځ او اواز لپاره یو ځای کړي.))

معلمي العربیه ټيليوېژن ته وویل، ((سعودي عرب سنجیده دی چې د شام ټول اپوزیشن یو ځای کړي او په یوه خوله د یوه دریځ په وړاندې کولو کې د هغوی مرسته وکړي.))

د امریکا، روسیې، بریتانییې، فرانسې، ایران او سعودي عرب په ګډون د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو ادارو لوړپوړي ډېپلوماټان او سفیران تېره اوونۍ په ویانا کې د شام کورنۍ جګړې ختمولو په موخه د سیاسي انتقال پر مهالوېش سلا شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG