د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې د مرګ پر زیاتېدونکیو سزاګانو نیوکې


د ملګرو ملتونو عمومي شورا بشري حقونو کمېټۍ په ایران کې د حکومت مخالفانو پر ضد پر سختو اقداماتو او د مرګ پر زیاتېدونکو سزاګانو انتقاد کړی دی.

دې کمېټۍ تېر مازیګر د کاناډا له خوا یو پرېکړه لیک منظور کړ چې پکې په ایران کې د بشري حقونو سرغړونو په اړه سخته اندېښنه ښودل شوې ده.

دا قرارداد لازم الاجرا نه دی. په قرارداد کې له تهرانه غوښتنه شوې ده چې ((په قانون او عمل کې دې)) د بشري حقونو فعالانو او پر حکومتي ناقدانو ((د بیان، نظر، له ګوندونو یا ډلو سره تړاو او سوله ییزو جلسو پر ازادۍ لګېدلي پراخ او سخت بندیزونه)) لرې کړي.

قرارداد په ایران کې د مرګ ((ډېرو زیاتېدونکو)) سزاګانو ورکولو یادونه هم کړې ده. پرېکړه لیک وايي، کم عمره کسانو ته د مرګ سزاګانو له ورکولو سره تهران د هغو نړیوالو تړونونو سرغړونه کوي چې لاسلیک کړي یې دي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران مرستیال سفیر غلام حسین دهقاني ویلي، دا پرېکړه لیک ((په سیاسي او توپیري ډول حقایق تحریفوي.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG