د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس او فرانس د اسلامي دولت ډلې ضد پر همکارۍ غږېدلي


د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین له خپل فرانسوي سیال فرانسوا هولاند سره روغبړ کوي. اکتوبر ۲، ۲۰۱۵م کال
د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین له خپل فرانسوي سیال فرانسوا هولاند سره روغبړ کوي. اکتوبر ۲، ۲۰۱۵م کال

روسیه وايي، د روسیې او فرانسې پوځي چارواکو په شام کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد پر ګډو هڅو ټیليفوني خبرې کړې دي.

د دفاع وزارت تېره ورځ وویل، د روسیې پوځ مشر ولېري ګېراسېموف له خپل فرانسوي سیال پيغ دو ویليې سره ((په شام کې د اسلامي دولت ډلې ترهګرو پر ضد د پوځي سرتېرو د اقداماتو پر همغږۍ)) خبرې وکړې.

فرانسه چې د اسلامي دولت ډلې پر ضد په جګړه کې د امریکا په مشرۍ د اېتلاف برخه ده، تېره اوونۍ په پاریس کې تر بریدونو وروسته یې په شام کې هوايي بمبارۍ زیاتې او د اسلامي دولت ډلې پر ضد یې د پراخ اېتلاف جوړولو غږ وکړ.

د سېپټېمبر پر ۳۰مه روسیې په شام کې خپلې بمبارۍ پیل کړې. د روسیې بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف تېره ورځ وویل، که د امریکا په مشرۍ اېتلاف او غړي یې د ((شام خپلواکۍ او شامي مشرتابه امتیازاتو درناوی وکړي)) نو هېواد یې ورسره ((عملي همکارۍ)) ته تیار دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG