افغان ولسمشر اشرف غني نن په قزاقستان کې د هغه هېواد له مشرتابه سره د اقتصادي او امنیتي همکاریو په اړه خبرې کوي.
اشرف غني تېر ماښام په دوه ورځني سفر د قزاقستان پلازمېنې استانا ته ورسېد.
د قزاقستان حکومتي ویاند بېګا په یوه بیان کې وویل، ولسمشر غني به نن له خپل قزاق سیال نور سلطان نظرباییف سره ګوري.
ټاکل شوې چې دواړه مشران به د اداري فساد پر ضد د مبارزې، د ډېپلوماسۍ او حکومتدارۍ او له قزاقستانه د غنمو اخیستو په اړه درې تړونونه لاسلیک کړي.
له ولسمشر اشرف غني سره په دې سفر کې د کابینې یو شمېر غړي هم مله دي.