د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان کې کرکه خپروونکې ویناګانې کمې شوې دي"


د ناقانونه ډلې جماعت دعوا مشر حافیظ سعید
د ناقانونه ډلې جماعت دعوا مشر حافیظ سعید

د پاکستان حکومت دعوه کړې چې د ترهګرۍ پر ضد د قامي اېکشن پلان په نتیجه کې اوس په هېواد کې کرکه خپروونکې ویناګانې کمې شوې دي.

د کورنیو چارو دولتي وزیر بلیغ الرحمان تېر ماښام مشال راډيو ته وویل، حکومت پر رسنیو د سختدریځو کسانو ستایلو یا سرلوړۍ عمل پر ضد هم سخت اقدامات کړي دي.

د کورنیو چارو دولتي وزیر بلیغ الرحمان دا څرګندونې پر داسې مهال وکړې چې د چارشنبې «شورو« ورځ د جماعت دعوه ډلې مشر حافظ سعید په لاهور های کورټ کې یو غوښتنلیک دایر کړ چې پکې په رسنیو کې د نوموړي پر نظر خپرولو لګېدلی حکومتي بندیز ننګول شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG