د لاسرسي ځای

تازه خبر

رسنېو د بېروت پېښې ته لږ او دفرانس هغو ته يې زيات ځای ورکړ


د پارېس برېدونه د فرانس په ورځپاڼو کې
د پارېس برېدونه د فرانس په ورځپاڼو کې

ګارډين ورځپاڼې لېکواله وايې، داسې ډېر ږغونه راپورته شو چې ولې د پېرس پېښو د لبنان او عراق غوندې په پراخه کچه پاملرنه ترلاسه نکړه؟

د برتانیا ګارډین ورځپاڼې په یو لیکنه کې د پېرس او بېروت پېښې سره پرتله کړې او پوښتنه یې راپورته کړې ده چې د بېروت په پېښو کې وژنو ولې دومره پاملرنه ترلاسه نکړه لکه څومره چې د پېرس په پېښو کې وژل شوو ته وشوه؟

په ګارډین ورځپاڼه کې خپره شوې دې مقاله کې لیکوالې نصرین ملک لیکلي ، تاسو ووایاست چې روښتیا هم د نړۍ ټولو ناورینونو ته په یوه سترګه ګورئ او که نه؟

لیکوالې د بېلګې په توګه لیکلي چې ایا تاسو د پېرس په پېښه هم دومره غمجن یاست لکه په بغداد کې او یا د مصر او اسرایل په پوله د سوډانیو وګړو په وژلو؟

د لبنان بېړنی مرستو ډله د چاودنو د ځای کتنه کوي
د لبنان بېړنی مرستو ډله د چاودنو د ځای کتنه کوي

​د لیکوالې نصرین ملک په وینا ، که څوک روښتیا ووايي نو د پورته شویو پوښتنو ځواب دا دی چې نه ، خلک ټولو پېښو ته په یوه نظر نه ګوري.

مقاله زیاتوي چې داسې ډېر ږغونه راپورته شو چې ولې د پېرس پېښو د لبنان او عراق غوندې په پراخه کچه پاملرنه ترلاسه نکړه؟

ورځپانې لیکلي چې داسې ږغ پورته کوونکي دا فکر هم کوي چې د نړیوالو خبري رسنیو له پوښښه داسې ښکاري چې د اروپا د سپین پوستو ژوند د نړۍ تر نورو زیات ارزښت لري.

لیکواله لیکي ، په کار خو دا ده چې موږ ټولو ناورینونو او وژنو ته په یوه نظر وګورو خو دا هم حقیقت دی چې د انسان فطرت داسې نه دی چې د نړۍ په هر ځای کې رامنځ ته کېدونکو ناخوالو ته په یوه سترګه وګوري.

ورځپاڼه لیکي ، خبري رسنۍ چې کوم څه ته زیاته پاملرنه کوي د هغه هم زیاته تکیه پر موږ یانې کتوونکو او لوستونکو ده هغه ځکه چې هم دا رسنۍ هغه څه ته زیات پام کوي چې زیات خلک یې ګوري او لولي.

مقاله پر مخ لیکي چې د لبنان په بېروت کې شویو بمي چاودنو ته په رسنیو کې کافي ځای ورکړل شو خو بیا یې هم دومره توجه ترلاسه نکړه.

د مقالې په لیکنه ، دا یوازې داسې هم نه ده چې انډول نه ساتل کېږي بلکې دا عنصر هم پکې شامل دی چې په خبرونو او د هغوی په نوعیت کې فرق وي.

د بېلګې په توګه په پېرس کې د خلکو وژل کېده یو نادره خبره ده خو په منځني ختیځ کې چاودنې په لومړي ځل نه دي شوې.

ورځپاڼه زیاتوي چې که وکتل شي نو په امریکا کې هم اوس په کېمپسونو کې وژنو ته دومره زیاته پاملرنه نه کېږي لکه پخوا چې کېده او لامل یې هم دا دی چې داسې پېښې اوس زیاتې شوې نو خبري ارزښت یې کم شو.

XS
SM
MD
LG