د لاسرسي ځای

داعش د روسیې الوتکې د نسکورولو شواهد وړاندې کړل


د اسلامي دولت وسله والې ډلې خپلې رسمي مجلې کې د هغه بم تصوير خپور کړی دی چې پر هغې یې روسیي مسافر وړونکې الوتکه په مصر کې نسکوره کړې وه.

دا الوتکه تیره میاشت د مصر په سینا کې وغورځیده چې په کې ټول ۲۲۴مساپر ووژل شول.

په دې تصویر کې چې په دابق مجله کې خپور شوی دی یو ډبی ښکاري چې له چاودیدونکو موادو ډک شوی دی.

اسلامي دولت وسله واله ډله وایي چې دا ډبی یې د شرم الشیخ په هوایي ډګر کې په ایربس ۳۲۱ الوتکه کې ځای پر ځای کړی و.

د کريملين وياند ديمتري پيسکوف ويلي دي چې ورسيې چارواکو هغه تصوير کتلي چې په مجلې کې خپور شوی او په دې لړ کې پلټني کوي.

د روسيې امنيتي ادارې د سېشنبې پر ورځ دا ومنله چې الوتکه د یوې بمي چاودنې له وجې په سينا ټاپو وزمه کې رانسکوره شوی وه.

XS
SM
MD
LG