د لاسرسي ځای

ولسمشر اوباما د شام بحران په ختمولو کې د روسیې رول وستایلې


امریکايي ولسمشر باراک اوباما د شام بحران په ختمولو کې د روسیې رول ستاینه کړې او وايي، دی غواړي چې مسکو خپله توجه د شامي رژیم ملاتړ پر ځای د اسلامي دولت ډلې وسله والو پر ضد مبارزې ته واړوي.

نن(چارشنبه) د فېلپین په پلازمېنه منیلا کې د خبري غونډې پر مهال اوباما وویل، اوس هم د شامي ولسمشر بشارالاسد برخلیک په اړه له روسیې سره اختلافات لري خو روسیې ((د ویانا په خبرو کې په شام کې د سیاسي انتقال هڅو په موخه د تعمیري ملګري رول تر سره کړی دی.))

ده وویل، په ((شام کې د لومړۍ پوځي مداخلې پر مهال روسانو د ولسمشر اسد ملاتړ ته زیاته توجه ورکوله.))

اوباما وویل، دوی ((دا لیدل غواړي چې ولسمشر پوتین په حقیقت کې خپله او د خپل پوځ توجه اصلي ګواښ یانې د اسلامي دولت ډلې ته واړوي.))

نوموړي زیاته کړه چې په شام کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد د فرانسې بریدونو زیاتولو اقدام هرکلی کوي.

XS
SM
MD
LG