د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د ننګرهار پوهنتون نیول شوي زده کوونکي له داعش سره تړاو لري”


د ننګرهار والي سلیم کندوزی وايي، د ننګرهار پوهنتون ۲۷ نیول شوي زده کوونکي له داعش او وسله والو طالبانو سره تړاو لري.

نوموړي بېګا ناوخته په جلال اباد کې خبریالانو ته وویل، پر جنډو سربېره یې له نیول شویو زده کوونکو ځېنې نور اسناد هم تر لاسه کړي.

هلته د ملي امنیت ریاست په ګډون د ننګرهار چارواکي وايي، د نیول شویو زده کوونکو له خونو داسې کاغذونه هم تر لاسه شوي چې ورباندې د حکومت ضد نارې لیکل شوې وې. چارواکي زیاتوي، دې محصلینو شاوخوا ۱۰ ورځې مخکې په یوه مظاهره کې یادې جنډې او کاغذونه کارولي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG