د لاسرسي ځای

"پاکستان حکومت دې پر افغان کډوالو د پولیس تشدد ودروي"


په اسلام اباد کې د کچه ابادۍ چې ډېری یې د افغانستان وګړي ول، پولی یوه مېرمن په زوره بیايي.
۲۰۱۵م کال ۳۰م جولايي

په اسلام اباد کې د کچه ابادۍ چې ډېری یې د افغانستان وګړي ول، پولی یوه مېرمن په زوره بیايي. ۲۰۱۵م کال ۳۰م جولايي

د بشري حقونو نړیوال سازمان ډاریکټر فیلم کلاین وایي پکار ده، د پاکستان حکومت پر پولیس فشار راولي چې پر افغان کډوالو ځایي ظلم کونکې ونیسي.

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان «هیومن رایټس واچ» وایي، پاکستان حکومت دې په دغه هېواد کې اوسېدونکو افغان کډوالو پرضد د پولیس تشدد خطر اوځورولو ختمولو لپاره ضروري اقدامات وکړې.

د نهې په ورځ د بشري حقونو نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو حالت په اړه یو نوي خپاره شوي رپورټ کې ویلي دي چې د پروسږ کال په دیسېمبر میاشت کې پر ارمي پبلیک سکول له برید پس په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پولیس کاروایانې زیاتې شوې دې چې له امله یې یو شمېر افغان کډوال له جګړې اغېزمنو خپلو سیمو ته ستانه شوي دي او په اروپا کې د ممکنه پناه اخیستلو په هڅه کې دي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان ډاریکټر فیلم کلاین وایي پکار ده، د پاکستان حکومت پر پولیس فشار راولي چې پر افغان کډوالو ځایي ظلم کونکې ونیسي.

فیلم لاین زیاتوي، دا د پاکستان حکومت ذمه واري ده چې د ترهګرۍ مخنیوي پر وړاندې قانوني کاروایانې وکړي خو د افغان کډوالو پر ضد د پولیس انتقامي کاروایانې نه قانوني دي او نه د ترهګرۍ مخنیوي لپاره موثره دي.

رپورټ زیاتوي، د پولیس له زیاتېدونکو ځورونو د افغان کډوالو تګ راتګ هم محدوده شوی دی او له دې امله افغان کډوالو ته د تعلیم او روزګار لپاره مشکلات رامنځ ته شوي دي.

رپورټ زیاتوي چې د ریاستونو او سرحدي سیمو وزیر عبدالقادر بلوڅ د ژمنېباوجود لا هم نه یوازې د افغان کډوالو خلاف کاروایانې کېږي، پر هغوی بدني تشدد کېږي بلکې کورونه یې هم ړنګول کېږي.

د رپورټ په وینا چې د پاکستان حکومت دې دا خبره یقیني کړې چې ټول قانون نافذونکې ادراې او سرکاري افسران دې د ځايي او نړیوال قانون له مخې د افغان کډوالو بشري حقونو درناوی اواحترام وکړي.

له افغان کډوالو سره د پاکستانیو پولیسو لخوا ځورونو په اړه پېښور کې یو اوسېدونکی افغان کډوال شاکرالله سباون وایي، د ارمي پبلیک سکول تر ناورین مخکې هم افغان کډوال د پولیسو لخوا ځورول کېدل.

«دا ځورول او تنګول د ارمي پبلیک سکول له برید سره تړاو نه لري،تر هغه مخکې هم افغانان په ډول ډول نومونو ځورول شوي دي. پولیس ځان ته د پیسو لپاره افغانان په جلا جلا پلو او بهانو تنګوي. د پاکستان حکومت هېڅ یو داسې تګلاره نه لري چې موږدې وځورول شو بلکې پولیس د خپل جیب ډکولو لپاره افغانان ځوروي»

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د افغان کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي ار یو چارواکی قیصر خان اپرېدي مشال راډیو ته وویل، پر ارمي پبلیک سکول له حملې پس په لومړنیو درو میاشتو کې د افغان کډوالو خلاف زیاتېدونکې کاروایانې د اندېښنې وړ دي. یو اېن اېچ سي ار په مختلفو غونډو کېپاکستان حکومت سره په دې مسله خبرې اترې وکړي او پاکستان حکومت دا باور ورکړو چې غیر قانوني ګرفتاریانې به نه کېږي.

«د بشري حقونو نړیوال سازمان رپورټ وړاندیزونو سره موږ اتفاق کوو. د پاکستان حکومت د داسې پېښو خلاف کاروایانې هم کړې دې او نوټس یې هم اخیستې دې. اوس صورتحال د پخوا په پرتله ښه شوی دی»

د ذکر ده په اووه دېرش پاڼو مشتمل په دې رپورټ کې له پنځوس هغه افغان کډوالو سره مرکې شوې دې چې له مودې راهیسې په پاکستان کې اوسېدل، اوس افغانستان ته ستانه شوي دي. په دغو کې اووه څلوېښت مرکې په پاکستان کې له اوسېدونکو افغان کډوالو سره شوې دې.

XS
SM
MD
LG