د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ماشومان ولي په ځانمرګو بريدنو کې کارول کيږي؟


پخوانی افغان ولسمشر حامدکرزی يو ماشوم ګرانوي چې د ځانمرګي بريد په تور تر نيول کېدو وروسته خوشې شوی دی. اګست ۲۰۱۱
پخوانی افغان ولسمشر حامدکرزی يو ماشوم ګرانوي چې د ځانمرګي بريد په تور تر نيول کېدو وروسته خوشې شوی دی. اګست ۲۰۱۱

يو ماشوم چې د ځانمرګي بريد روزنه يې ترلاسه کړې فرنټ لاين ته ويلي چې د بريد هدف يې په ګوته شوی او د حکم په انتظار دی.

د امريکا فرنټ لاين ټيليويژن په افغانستان کې د وسله والو ډلو له لوري ماشومان د ځانمرګو او جاسوسانو په توګه د ګمارلو موضوع په يوه دستاويزي فلم کې څېړلې ده.

په فلم کې يو ۱۷ کلن ماشوم نعمت الله ښودل شوی چې ټوپک په لاس مخته شاته خوځي او وايي، دوی په افغانستان کې هر طرف ته جګړه ماران ويني، له هغوی زدکوي او خدای خبر چې يو ورځ به دوی هم د هغوی په شان شي.

نعمت الله زياتوي د ځانمرګي بريد روزنه ورکړل شوې ده او ان هدف هم ورته په ګوته شوی دی او چې د چپه درې ولسوالۍ يو حکومت پلوه ځايي جنګسالار و وژني.

دده په وينا، قومندان يې له داعش وسله والې ډلې حکمونه ترلاسه کوي او چې کله ورته وويل شو او موټر يې تيار شو نو بريد به وکړي.

فرنټ لاين پوښتنه راپورته کوي چې وسله والې ډلې څنګه دغه ماشومان ګماري؟

د چارو پوهه چارولتا فرنټ لاين ته ويلي، د فرصتونو او زدکړو کمی، بې کاري او د قانون واکمنی نشتوالی ددې مهم لاملونه دي.

د جارجيا پوهنتون کيمونيکيشن څانګې يوه ښوونکې او وړوکې وسلې، ماشومان او ترهي پر موضوع د خپرېدونکې کتاب مرستياله ليکواله، ميا بلوم فرنټ لاين ته ويلي، په پاکستان او افغانستان کې وسله وال طالبان مېندي پلرونه اړ باسي چې يا خو پيسې ورکړي که نه نو يو ماشوم ورته د جنګ لپاره وسپاري.

فرنټ لاين د ملګرو ملتونو يوه راپور حواله ورکوي چې وايي، وسله وال طالبان له ۲۰۰۷ م کال راهيسې ماشومان د جګړېزو هدفونو لپاره استعمالوي.

راپورزياتوي، طالبان او وسله واليې ډلې له دغو ماشومانو د څارونکو، جاسوسانو، پيغام رسونکو او ان په ځينو موقعو ورڅخه د ځانمرګو بريدګرو کار اخلي.

فرنټ لاين وايي، داسې کره شمېرې نشته چې و ښيي په افغانستان کې ماشومان په څومره شمېر کې جنګېږي البته ملګرو ملتونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ م کلونو په منځ کې داسي ۵۵۶ ماشومان ثبت کړي دي چې پکې څلور نجونه هم شاملې دي.

سازمان اندېښنې څرګندوي داسې ډېر ماشومان شته چې لاهم ثبت شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG