د لاسرسي ځای

تازه خبر

له داعش سره د تړاو په تور د ننګرهار پوهنتون ۲۷محصلین نیول شوي


د ننګرهار پوهنتون مسوولین وايي، په دغه پوهنتون کې یې د وروستۍ مظاهرې په تړاو ۲۷ تنه مشکوک محصلین نیولي دي.

د ننګرهار پوهنتون مسوولین وايي، په دغه پوهنتون کې یې د وروستۍ مظاهرې په تړاو ۲۷ تنه مشکوک محصلین نیولي دي.

د ننګرهار پوهنتون رییس ببرک میاخېل نن(سېشنبه ‎) مشال راډیو ته وویل چې یاد محصلین د پولیسو له خوا نیول شوي او دا مهال ورڅخه څېړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د دغه پوهنتون یو شمېر محصلینو په یوه لاریون کې د داعش او وسله والو طالبانو بیرغونه پورته کړي وو.

په کندهار کې د افغان سرتېرو او وسله والو ترمنځ نښته کې ۱۲ وسله وال وژل شوي

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې د ملي اردو او پولیسو پر امنیتي پوستو د وسله والو په حمله کې ۱۲ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیوته وویل چې پېښه تېره ورځ ناوخته د دې ولسوالۍ په شترګردن سیمه کې شوې چې پر مهال یې د ملي اردو درې سرتېري هم ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG