د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د محصلانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه


نن د سېشنبې پر ورځ په خوست کې د محصلانو نړیواله ورځ د هغو مخکښو محصلانو په ستایلو ولمانځل شوه، چې د درسي کال په موده کې يې د زده کړو تر څنګ نور علمي او څېړنیز نووښتونه کړي ول.

نن د سېشنبې پر ورځ په خوست کې د محصلانو نړیواله ورځ د هغو مخکښو محصلانو په ستایلو ولمانځل شوه، چې د درسي کال په موده کې يې د زده کړو تر څنګ نور علمي او څېړنیز نووښتونه کړي ول.

د یاد پوهنتون چارواکي وايي د دې کار څخه يې موخه زده کړو او علمي فعالیتونو ته د محصلانو لا ډېره هڅونه او د دې تر څنګ ځوان قشر ته د دې روحیې ورکول دي، چې د هېواد ابادي او د وطنوالو هوساینه يې په پوهې او علم پورې تړلې ده.

د خوست شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي مشال راډیو ته وویل، چې د محصلانو د نړیوالې ورځې په مناسبت يې د هغو محصلانو ستایل او تقدیرول په پام کې نیولي، چې د ښوونیز کال په موده کې يې له ځانه وړتیاوې ښودلي دي:

((موږ هغه ځوانان چې هغوی د خپل تحصیل تر څنګ د همدې کال په موده کې له ځانه وړتیاوې ښودلي دي، البته په علمي ډګر د هغوی له پاره موږ یو څه ستاینلیکونه چمتو کړي او د دې تر څنګ خپل ځوان دې ته وهڅوو، چې یوازې او یوازې زموږ د هېواد پرمختګ په علم پورې تړلی دی.))

د خوست شیخ زاید پوهنتون د محصلانو د چارو مرستیال اسد تڼی وايي، چې د علمي سیمنارونو څخه يې موخه د محصلانو د پټو او ناسپړلو استعدادونو څرګندول دي.

ده وویل، په همدې خاطر يې سږ کال د محصلانو نړیواله ورځ د ممتازو او مخکښو محصلانو ستاینې ته ځانګړې کړې ده.

د شیخ زاید پوهنتون استاد زرولي صدیقي د محصلانو غوښتنه کوي، چې په خپلو مسلکونو کې ځان ورسوي او محصلان دې د دې ورځې څخه د ځانونو د شخصیت او موقف د څرګندولو له پاره د یوې موقع په توګه استفاده وکړي.

بل لوري ته د شیخ زاید پوهنتون یو تن محصل په دې وروستیو کې په ځنو پوهنتونونو کې د محصلانو په جامه کې د ناسالم سیاست او د نظام پر وړاندې د بعضو تحرکاتو له زیانونو څخه په انديښنه کې دی.

دی وايي محصلان باید د تحصیل په موده کې د هغو ډلو ټپلو له تاثیر ځانونه وژغوري، چې هغوی د دې هېواد د ابادۍ خیال نه لري او غواړي ټولنه په سیاسي او ټولنیز لحاظ وروسته پاتې شي:

((نوم زیارمل حمیدی دی، د محصلانو څخه مې جدي غوښتنه داده، چې د پوهنتون په چاپیریال کې د ناسالم سیاست څخه تېر شي او د هغو ورانکارو ډلو له تاثیر څخه دې ځان وژغوري چې هغوی زموږ هېواد د ابادۍ فکر نه لري او ټول دې په راتلونکې کې د یو هوسا او ودان هېواد د جوړولو په تکل کې شي.))

د یادونې وړ ده هر کال د نومبر ۱۷ مه د نړۍ په ډیریو هېوادونو کې د محصلانو د نړیوالې ورځې په نوم لمانځل کیږي، دا ورځ په ۱۹۳۹ کال کې د الماني نازیانو له لوري د پخواني چکوسلواکیا جمهوریت د اشغال او د هغې پر وداندې د پراګ د محصلانو له قیام څخه سرچینه اخلي.

په لومړي ځل په ۱۹۴۱ زیږدیز کال کې په لندن کې د محصلانو د نړیوال قونسل او د نورو ملاتړو او متحدینو له لوري د نومبر ۱۷ مه د محصلانو د نړیوالې ورځې په نوم ونومول شوه.

XS
SM
MD
LG