د لاسرسي ځای

“حکومت دې قبایل په خېبر پښتونخوا کې شامل کړي”


په اسلام اباد د دوشنبې پر ماښام په ډي چوک کې سلګونو قبایلي وګړو د یوې مظاهرې او غونډې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د ایف سي ار قانون دې ختم کړي او قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړي.

دا کسان د دوشنبې پر ورځ له پېښوره د یو احتجاجي لاریون په بڼه اسلام اباد ته ورغلي وو. د مظاهرې تابیا د فاټا سیاسي اتحاد کړی و.

احتجاجي غونډې ته د جماعت اسلامي، عوامي نیشنل پارټۍ، پاکستان پیپلز پارټۍاو قامي وطن پارټۍ د مشرانو ترڅنګ د پاکستان په پارلیمان کې د قبایلي سیمو استازو هم ویناوې وکړې.

دوی وویل که حکومت د دوی غوښتنې ونه منې نو دا ډول مظاهرې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG