د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرانسې بېړۍ پر داعش د حملې لپاره وخوځېدې


د فرانسې ولسمشر خپلو الوتکه لیږدونکیو بیړیو ته، ختیځ میدتراني سمندر ته د ورتلو امر کړی دی.

دا ګام وروسته له هغې اخیستل شوی چې تېره اونۍ د فرانسې په مرکز کې د ترهګرۍ پېښې و لیدل شوې او اوس فرانسې د اسلامي دولت وسله والې ډلې خلاف د بمباریو د تیزولو هوډ کړی دی.

فرانسوا اولانډ همدارنګه په روسيې او امریکې هم غږ کړی چې خپل اختلافات دې یو طرف ته کړي او د داعیش خلاف دې جنګېدو ته اوږه ورکړي.

د فرانسې ولسمشر دغه څرګندونې د نومبر په ۱۶ مه په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې د دغه هیواد پولیسو د هیواد په لر بر کې له ۱۵۰ زیات مشکوکه اسلامي سختدریځی پالي ونیول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG