د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په سرپل کې ۲۰ وسله وال وژل شوي”


افغان چارواکي وايي په سرپل ولایت کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه د دوشبنې پر ورځ پای ته رسیدلي ده .

دوی وايي په دې جګړه کې یې له مخالفو وسله والو ۲۰ کسان وژلي او تر څلوېښتو زیات نور یې ټپیان دي .

د سرپل امنیې قومندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوی د دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل ، وسله والو طالبانو په تیرو دوو ورځو کې د سرپل مرکز ته نږدې پر شا او خوا سیمو کې د پولیسو پر پوستو پراخ بریدونه پیل کړي وو . باقي زوی وايي ځواکونو یې دا بریدونه په شا تنبولي دي .

خو وسله والو طالبانو بیا دا رد کړې او په مقابل کې یې حکومتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې .

دا په داسې حال کې ده چې د سرپل د ولایتي شوری ځینې غړي وايي، د کوهستاناتو ولسوالي اوس هم د حکومت د مخالفو وسله والو په واک کې ده او په شا اوخوا سیمو کې دغو وسله والو د خلکو ژوند نارامه کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG