د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د فاټا ولس نور تور قانون نه مني"


قبایلي ولس د خپلو حقونو لپاره په اسلام اباد لاریون وکړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:29 0:00

قبایلي ولس د خپلو حقونو لپاره په اسلام اباد لاریون وکړ

د قبایلي سیمو سیاسي ګوندونو او ولسي مشرانو له حکومته غوښتنه وکړه چې په زغرده دې له فاټا اېف سي آر قانون ختم كړي او دوی ته دې د خپل راتلونکې په باب د پرېكړې كولو حق وركړل شي.

د ګل په ماښام د فاټا سیاسي اتحاد د اسلام اباد ډي چوک کې راغونډ شویو مظاهره چیانو له حکومته غوښتنه کوله چې د دوی سیمې دې د خېبر پښتونخوا برخه وګرځوي چې ولس ته به یې نه یوازې په صوبايي اسمبلۍ کې استازیتوب ولري بلکې هلته د های کورټ، سپریم کورټ او پارلمان دایرې له غځېدو سره به بنیادي حقونه هم ورته ترلاسه شي.

د مظاهرې ګډونوالو وینا وه چې په۱۹۰۱ م کال په قبایلي سیمو کې د نافذ کړل شوي اېف سي آر قانون له وجې له انساني او اییني حقونو بې برخې دي، که دا یو ښه قانون دی نو حکومت دې یې په ټول هېواد کې پلی یا لاګو کړي او که ښه قانون نه وي نو په سمدستي توګه دې یې له قبایلي سیمو واخلي.

احتجاجي مظاهرې ته د قبایلي سیمو ځینو پارلماني غړو سره سره د عوامي نیشنل ګوند میا افتخار حسین د جماعت اسلامي امیر سراج الحق، د قامي وطن پارټۍ مشر آفتاب احمد خان شیرپاؤ، د پاکستان پیپلز پارټۍ، پاکستان تحریک انصاف، مسلم لیګ ن، مسلم لیګ ق، نیشنل ګوند، جمیعت علماء اسلام استازیو هم ویناګانې وکړې او پر حکومت یې زور راوړو چې د قبایلي ولس جایزې غوښتنې دې زغرده ومني.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیرپاو وینا وه چې ګوند یې د فاټا پارلماني غړو لخوا د قامي اسمبلۍ سیکرټریټ ته د وړاندې شوي ترمیمي بل حمایت کوي. د ده په خبرهقبایلو د پاكستان لپاره قربانۍ وركړې دي نو اوس وخت راغلی دی چې په فاټا كې قوانين واړول شي او ولس د خپلې خوښې پريكړې کولو ته پرېښودل شي.

د جماعت اسلامي امير سراج الحق وینا وه چې د قبایلي ولس د سباون پرېكړه بل چا ته نه بلکې قبایلي ولس ته ته كول پكار ده. قبایلي ولس هم هغسې خپل حق او عزت غواړي لکه د اسلام باد او نور هېواد ولس چې یې لري.

د عوامي نېشنل ګوند خېبر پېښتونخوا صوبې عمومي مشرميا افتخار حسین مشال راډیو ته وويل: «د انګريزانو تور قانون مو نه پخوا منلی دی او نه يې اوس منو او د فاټا او خېبر پښتونخوا ترمینځ د انګریز راښکلې کرښه به هم ضرور ورانیږي او انشاءالله قبایلي سیمي به د خېبر پښتونخوا برخه جوړېږي»

د پاکستان پیپلز پارټۍ د قامي اسمبلۍ پخوانی غړې او د قبایلي سیاسي اتحاد مشر اخونزاده چټان مشال ریډیو ته وویل که حکومت یې دا غوښتنې ونه منلې نو په راتلونکې کې به د پارلمان ودانۍ مخې ته اووه (۷) ورځنۍ علامتي ناسته «درنا» کوي او د خپلو حقونو لپاره به له جمهوري او دستوري لارې خپل جدوجهد جاري ساتي.

د یادونې ده چې د قبایلي سیمو ولس او پارلماني غړو وخت په وخت له حکومته غوښتنه کوله چې یا خو دې دوی په خیبر پښتونخوا کې شامله کړل شي او یا دې ورته د بېلې صوبې درجه ورکړل شي.

دا دې هم یاده وي چی د وفاق تر اتنظام لاندې قبایلي سیمې په اووه (۷) اجنسیو او شپږ (۶) ایف آرز مشتملې دي او د فاټا د منتخب غړو د اندازې له مخې تر اتیاؤ لاکو زیات وګړي جوړېږي.

XS
SM
MD
LG