د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانسې د اروپايي ټولنې بېړنۍ غونډې غوښتنه وکړه


پولیس وايي، د دې حملو په تړواو په بلجیم کې د زېږېدلي عبدالسلام صلاح په لټه کې دي. پولیس د دې تورن کس تصویر هم خپور کړی دی.

د فرانس کورنیو چارو وزیر د اتوار ورځ د اروپايي ټولنې عدلیې او کورنیو چارو وزیرانو د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه.

برنارد کزینوو وویل، د اروپايي ټولنې عدلیې او کورنیو چارو وزیرانو بېړنۍ غونډه دې د راتلونکې جمعې په ورځ جوړه شي.

کزینوو زیاته کړه، په پاریس کې د تېرې جمعې ناوخته حملې چې ۱۳۲ کسان یې ووژل له فرانسې بهر پلان شوې وې.

کزینو د بلجیم کورنیو چارو له وزیر سره تر لیدو وروسته په خبرو کې د وسلو قاچاق هغه مهمه مسئله وبلله چې د اروپايي ټولنې په کچه مبارزې او د هڅو همغږۍ ته اړتیا لري.

کزینوو دا یادونه هم وکړه چې اروپايي هېوادونه باید د استخباراتو د شریکولو په برخه کې همکاري پراخه کړي او دا خبره یقني کړي چې د اروپايي ټولنې بهرني سرحدونه په منظم ډول خوندي وي.

په همدې حال کې د فرانسې پولیسو د پاریس حملو په تنظیمولو د یوه تورن کس د نیولو نړۍوال حکم خپور کړی دی.

پولیس وايي، د دې حملو په تړواو په بلجیم کې د زېږېدلي عبدالسلام صلاح په لټه کې دي. پولیس د دې تورن کس تصویر هم خپور کړی دی.

له بلې خوا فرانسوي مامورین وايي، د پاریس په حملو کې یو ګډونوال پیژندل شوی دی. د فرانسپرېس خبري اژانس د راپور له مخې څېړونکو ۲۹ کلن عمر اسماعیل مصطفوي د پرې ګوتې له نښو پېژندلی چې د حملې په سیمه کې موندل شوې وه.

XS
SM
MD
LG