د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږ کال ۱۴۶۰۰۰ افغانان اروپا ته کډه شوي


هنګري ته رسېدلی یو افغان کډوال د هنګري اورګاډي تمځي کې
هنګري ته رسېدلی یو افغان کډوال د هنګري اورګاډي تمځي کې

د جرمني ډیپلوماټانو ویلي سږ کال کې به د ۴۳ فیصده افغان پنا غوښتونکو غوښتنې ومني.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر وایي، سږ کال یو لاک او شپږ څلوېښت زره افغانان اروپا ته تللي چې له 80 زرو څخه ډېرو یې په جرمني کې د پنا لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي.

صلاح الدین رباني په دوشنبه ولسي جرګې ته په استجوابیه غونډه کې وویل چې د جرمني ډیپلوماټانو ورته ډاډ ورکړی چې په روان کال کې به د 43 فیصده افغان پنا غوښتونکو غوښتنې ومني.

نوموړي وویل، د بهرنیو چارو وزارت داسې هڅې پيل کړي چې اروپایي هېوادونه د قانون او نړۍوالو کانوانسیونونو خلاف افغان کډوال هېواد ته را ستانه نه کړي.

ولسي جرګې په بهرنیو هېوادونو کې د کډوالو ستونزو هوارولو په موخه د بهرنیو او کډوالو چارو وزیران خپلې غونډې ته ورغوښتي.

XS
SM
MD
LG