د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ښځو د حقونو د اعادې لپاره په نړیواله کچه کمپاين پيل شو


د غونډې یوه ګډونواله
د غونډې یوه ګډونواله

د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې په جلال اباد کې د « زړور سړی د ښځې ملاتړ کوي » تر سرلیک لاندې يوه غونډه رابللې وه او د ښځو د مساوي حقونو د تر لاسه کولو لپاره يې د کمپاين پرانسته وکړه.

دغه غونډه چې د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې د یکشنبې په ورځ تر سره شوه، پر يو شمير دولتي چارواکو سربيره ورته په لسګونه تنه نارینه او ښځينه مدني فعالان او د هغو غير دولتي موسسو اسازي وربلل شوي ول چې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي.

د کمپاين د پرانستې پر مهال د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې په استازيتوب منيره اخونزاده وويل:

« د He For She کمپاین د دې عقيدې پخلی کوي چې ټول بشر يو له بله سره برابر دي، ښځې او نارینه د هيواد په پراختيا کې يو شان ونډه ولري، د دې تر څنګ دغه کمپاين هغه نظريې او خنډونه له منځه وړي، کوم چې د ټولنې د دواړو جنسیتونو په وړاندې موجود دي. »

د ننګرهار مرستیال والي محمد حنيف ګرديوال د ښځو د حقونو د تر لاسه کېدو لپاره د دغه پروګرام د ملاتړ ترڅنګ په ولسونو غږ وکړ چې د اسلام د مقدس دين په رڼا کې د ښځو د حقونو ملاتړ وکړي.

« په مجموع کې موږ ټول باید د ښځو د حقونو لپاره لکه څنګه چې زموږ په دود دستور دی او همدا رنګه د اسلام مقدس دین په چوکاټ کې هغه څه چې نارینه وو ته په کار دي، ښځينه هم بايد له هغه برخمنې شي. یعنې د ژوند په ټولو چارو کې هغوی باید برخمنې اوسې.»

د ننګرهار د ښځو چارو رياست مشرې انيسې عمراني هم له د اسلام په رڼا کې د ښځو د حقونو غوښتونکي شوه.

« په لرې پرتو سيمو کې ښځې په کورنيو کې پرته له دې چې تهديد شي، بل کار يې نه شته. چې ديګ کې مالګه ډیره شي، هغوي تهديديږي، ټولو ته زما سپارښتنه دا ده چې په خپلو کورنيو کې خپلو بیبیانو ته، خپلو لوڼو ته او خپلو نګیاندو ته هغه زمینه برابره کړئ، کوم چې شریعت او د اسلام دين موږ ته ويلی دی.»

د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې استازي وايي چې دغه کمپاين په لومړي ځل د ۲۰۱۴ ميلادي کال د سپټمبر په په شلمه نيټه د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې لخوا په نیویارګ کې پرانستل شو څو په دې وتوانیږي چې هغه سړي او ځوانان په ګوته کړي چې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره سره يو ځای شي او د جنسیت د نابرابريو په وړاندې د غږ پورته کولو جرات ولري.

دوی وايي چې له ننګرهار نه وړاندې د کابل په ګډون په پينځو ولایتونو کې يې د یاد کمپاين پرانسته کړې او په پام کې لري چې نورو ولایتونو ته هم خپل کمپاين وغځوي.



XS
SM
MD
LG