د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيوالو مشرانو د پاريس پر پيښې سخت غبرګونونه ښودلې دي.


نړیوالو مشرانو د فرانسې په سرښار پاريس کې د تېرې ورځې د خونړیو بریدونو غندنه کړې ده چې پکې د فرانس د پولیسو په خبره تر ۱۲۰ زيات کسان وژل شوي دي.

نړیوالو مشرانو د فرانسې په سرښار پاريس کې د تېرې ورځې د خونړیو بریدونو غندنه کړې ده چې پکې د فرانس د پولیسو په خبره تر ۱۲۰ زيات کسان وژل شوي دي.

د امریکا ولسمشر براک اوباما دغه بریدونه پر ټول انسانیت او جهاني اقدارو یوه حمله بللې ده.

((زموږ له وسه چې څه هم کيږي کوو يې، د فرانسې له ولس او د نړۍ له قامونو سره به يو ځای کار کوو چې دا ډول دا ترهه ګر د انصاف منګولو ته وسپارو او په هرې هغې ترهه ګرې شبکې پسې ولاړ شو چې زموږ خلکو پسې ځي))

د بریتانیې وزیراعظم ډيوډ کیمرون ژمنه کړې چې د مرستې لپاره یې چې څه په وس کې وي، هغه به وکړي.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او ولسمشر ممنون حسېن هم د یادو بریدونو په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.

نواز شریف ویلي،پاکستان د فرانس له ولس او حکومت سره ولاړ دی او د ذمه وارو کسانو د محاکمه کولو لپاره خپله مرسته وړاندې کوي.

بلخوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې شپې ترهګر بریدونه دردونکی جنایت وباله.

نوموړي د دغو ترهګرو بریدونو د غندلو په ترڅ کې وویل، نړیواله ترهګري په ټوله نړۍ کې نه بښونکو جرمونو او د خلکو بې رحمانه وژنې ته ادامه ورکوي. نوموړي وویل د پاریس د خلکو بې رحمانه وژنه دا ښیي، چې ترهګر سرحد نه پېژني او د ټول بشریت دښمنان دي.

افغان اجراوي ریس عبدالله عبدالله په خپل ټویټر پیغام کې ویلي چې دغه بې رحمه، وحشیانه او بزدلانه حملې ښيي چې ترهه ګر هیڅ مذهب نه لري. د هغه په خبره د ترهګرۍ د ختمولو لپاره بايد په نړیواله کچه هڅې وشي. نوموړی نن په کابل کې د فرانسې سفارت ته ورغلی او له فرانسوي سفير سره يې غمرازي شريکه کړه.

د چین ولسمشر شي جن پنګ وویل، په سختو ټکو کې د دغه وحشیانه عمل غندنه کوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني دغه بریدونه د انسانیت خلاف جرمونه بللي دي. بلخوا يې دا څرګنده کړه چې د بریدونو له امله روانه اوونۍ پېرس ته خپله ټاکل شوې دوره ځنډوي.

د ترکي ولسمشر رجب طیب اردغان هم د پاريس پر پيښې خپله غمرازي ښودلې ده. نوموړي نن په انتاليا ښار کې وويل:

((زه خپل فرانسوي سیال فرانسوا اولاند او د فرانس قام ته د خپل هېواد د وګړیو او له خپلې خوا د غمرازۍ اظهار کوم. زه امید کوم چې زخمي شوي کسان به ژر صحت ومومي. دا ښکاره خبره ده چې د قامي سټیدیم سره نږدې چرته چې د فرانس او جرمني تر منځ د فټبال لوبه روانه وه، بریدونه کېدل د دواړو هیوادونو د سولې او امنیت د نښه کولو په مانا دي. په کنسرټ هال کې د کسانو د یرغمل کېدو حالات د بشري او اخلاقي اقدارو بهر عمل دی))

د روس وزیراعظم دمتري مید ودیف ویلي، دغه بریدونه د ترهګرۍ خلاف په ټولو د رایو ځای کېدلو د غږ په مانا دي. پر حکومتي ویب پاڼه په خپور شوي بیان کې نوموړی وايي د پاریس تر غمیزې پس ټول بايد د ترهګرو د کارونو خلاف د یو قوي ځواب ورکولو لپاره په دغه جګړه کې یو ځای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG