د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر خونړي بريدونو وروسته د فرانسې ټولې لارې تړل شوي


د فرانسې پولیس وایي چې د دې هيواد د سرښار پاريس د موسيقۍ په يوه تالار،ريسټورانت او د فټبال پر يوه لوی لوبغالي په بمي بریدونو او ځان وژونکو حملو کې تر ۱۲۰ زيات کسان وژل شوي دي.

د فرانسې پولیس وایي چې د دې هيواد د سرښار پاريس د موسيقۍ په يوه تالار،ريسټورانت او د فټبال پر يوه لوی لوبغالي په بمي بریدونو او ځان وژونکو حملو کې تر ۱۲۰ زيات کسان وژل شوي دي. دا پرله‌ پسې ترهګريز بریدونه چې تېره شپه (جمعه) رامنځ ته شول، د فرانسې په تاریخ کې تر ټولو سخت ترهګر بریدونه ګڼل کيږي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند تر بريدونو وروسته په ټلوېزیوني وینا کې د بېړني حالت په اعلانولو سره وویل چې دا ډول بریدونه مخکې نه دي شوي او عملیات لاهم روان دي.

((بېړنی حالت اعلانوم، یعني ځینې سیمې به وتړل شي او ښایي پر تګ راتګ هم بندیز ولګول شي او په دې سخت وخت کې زه د هغو ډېری قربانيانو، د هغو د خپلوانو او د ژوبل شوو په اړه فکر کوم. بايد چې موږ له صبره کار واخلو او د يووالي مظاهره وکړو.بايد چې موږ متحد او آرام و اوسو . د ترهه ګرۍ پر وړاندې بايد فرانسه مضبوطه و اوسي))

نوموړي په وينا کې زياته کړې چې اوس هم د لټون عمليات روان دي او د ده په خبره د هيواد ټولې پولې تړل شوي دي. شا و خوا ۱۵۰۰ فرانسوي پوځيان هم په پاريس کې ځای پرځای کړل شوي دي. ولسمشر اولاند نن د نړۍ د ۲۰ صنعتي هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره د ترکیې سفر لغوه کړ.

د پاريس حکومتي څارنوال ويلي دي چې د ښار په شپږو ځايونو کې څه باندې ۱۲۰ کسان وژل شويدي. نوموړی وايي اته (۸) بريدګر هم وژل شوي چې په کې اووو ( ۷) ځان په چاودېدونکو توکو سره الوځولی دی.

د نوموړي په خبره وسله والو ولسي وګړي د موسيقۍ په يوه تالار کې تر يرغمل کولو وروسته وژلي دي. ځينې نور بيا په یوه ريستورانټ کې وژل شوي او ځينې بيا د فرانسې د فټبال سټېډیم ته نږدې په ځانمرګيو بمي بريدونو کې وژل شوي دي.

د پيښې عيني شاهدانو ويلي دي چې بريدګرو د بريدونو پر وخت د الله اکبر نعرې وهلې. د فرانسې چارواکو خلکو ته په کورونو کې دننه د اوسيدو غږ کړی. شنونکې وايي کېدای شي چې د دې بريدونو ترشا د داعش لاس وي.

شاليد:

په پاریس کې د ډله ییزو بريدونو لومړني راپورونه د ښار په منځ کې په یوه ريسټورانټ کې د بریدونو په اړه و چې ۱۱ تنه په کې ووژل شول.

دلته لږ تر لږه دوو وسله‌والو ډزې وکړې. په دې ځای کې ګڼ کسان ټپيان شول او داسې باور دی چې برید کوونکي له دې ځایه تښتېدلي دي.

په ورته وخت کې یو شمېر وسله‌والو د پاریس پر باتا کلان کنسرت ځای باندې بريد وکړی. هلته د امریکا د راک موسیقۍ کنسرټ روان و.

ویل کيږي چې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په دې تالار کې اوښتې ده او شاوخوا ۱۰۰ تنه په کې وژل شوي دي. عیني شاهدان وایي چې دوه یا درې وسله‌وال د کنسرټ پر مهال تالار ته ننوتل او له یوه سره یې پر خلکو ناتاره ډزې پیل کړې.

په دې تالار کې وسله‌والو په لسګونو کسان برمته کړل، بیا فرانسوي ځواکونو برید پرې وکړ او یو شمېر راپورونه وایي چې وسله‌والو دا برمته شوي یو په یو ووژل. د فرانسې ولسمشر تر حملې وروسته دې تالار ته څېرمه د امنیتي ځواکونو د قوماندې مرکز ته ورغلی او ویې ویل چې وسله‌والو د امریکا د راک کنسرت ډله او په لسګونو لیدونکي یرغمل کړي وو چې ځانګړو ځواکونو پر دې تالار بريد وکړی. تر اوسه د امریکایي کنسرټ ډلې برخلیک نه دی معلوم.

په ورته وخت کې یو شمېر چاودنې د ښار په منځ کې د (ستاد دو فرانس) د فټبال له لوبغالي سره اورېدل شوي دي. په دې سټېډیم کې د جرمني او فرانسې تر منځ د فټبال لوبډلو لوبه روانه وه.

چاودنې د لوبې په لومړۍ نیمایي کې وشوې چې لیدونکي یې اندېښمن کړل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر چې د لوبې لیدو ته ورغلي وو، له لوبغالي واېستل شول.

د فټبال لوبه ونه درول شوه خو له لوبې وروسته لیدونکي د سټیډیم په منځ کې له ویرې راغونډ شول او کله چې دوی ته خبر ورکړل شو چې وضعیت ارامه شوی، ورو ورو له سټېډیم څخه ووتل.

XS
SM
MD
LG