د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل لاريون او بنګله دېش بلاګرز په ورځپاڼو کې


کابل کې لاريون
کابل کې لاريون

ورځپاڼه زياتوي، دا مظاهرې نه يوازې د وسله والو په مخنيوي کې حکومتي کمزورتيا ښيې بلکې د هزارګانو انديښنې او ناارامه حالت په ګوته کوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي د تېرې يکشنبې په ورځ افغانستان په زابل کې د څلورو سړيو، دوه ښځو او يو ماشوم مړي و موندل شو چې وسله والو وژلي وو او ځيني فکر کوي چې داعش پکې لاس لرلو.

وژل شوي کسان هزارګان وو چې د وژنو د غندنو پر ضد په ټول افغانستان کې لايونونه وشول.

ورځپاڼه زياتوي، دا مظاهرې نه يوازې د وسله والو په مخنيوي کې حکومتي کمزورتيا ښيې بلکې د هزارګانو انديښنې او ناارامه حالت په ګوته کوي.

د رپورټ په خبره تر اوسه لا نه ده مالومه چې دوی چا وژلي البته ځايي چارواکي د اسلامي دولت پر وسله والو شک لري.

د ورځپاڼه په وينا وژل شوي کسان په افغانستان په جنوب کې اوسېدل چې پکې مختلفې وسله والې ډلې فعاله دي چې پخپلو کې هم اختلافات لري.

خو د رپورت په وينا له دې سره سره د هزار

هزارګان په زابل کې وژل شوي وو چې پکې مختلفې وسله والې ډلې فعاله دي

ګانو وژنه د يوه اوږد کړکيچ سابقه هم لري.

بلخوا اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د بنګله ديش د هغو سيکولر بلاګ ليکونکو په اړه رپورټ جوړ کړی چې له ګواښونو سره مخامخ دي.

په دې کې يو هم اومي رحمان پيال دی چې په تېرو درېو مياشتو کې يې له ويرې يې پنځه واره کور بدل کړی دی.

د بنګله دېش بلاګران پخپل وطن کې مهاجر دی او ويريږي چې و به وژل شي

ده اژانس ته ويلي چې له حالته اندازه لګول کېدای شي چې په بنګله ديش کې بلاګ لېکونکي ژوند څنګه تېروي.؟

بنګله ديشيان وايې، حکومت د بلاګرو د خوندي کولو په اړه کوټلي ګامونه نه اخلي.

د ۲۰۱۳م کال په فروري مياشت کې عدالت د جماعت اسلامي يو مشر ته په جنګي جرمونو کې د لاس درلودلو په تور د عمر ي بند سزا اورولې وه.له دې را وروسته بلاګ ليکونکو پر له پسې يوه اوونی لاريونو وکړل او د عبدالقادر ملا عمر بند يې په اعدام د بدلولو غوښتنه وکړه چې بلاخره اپیلوشو او د هم د هغه کال په پای کې عبدالقادر ملا ته پانسی ورکړل شوه.

XS
SM
MD
LG