د لاسرسي ځای

داکټر داود جنبش د ژورناليزم په بېلابېلو برخو درې کتابونه ليکلي چې اوس عملاً د افغانستان د ژورناليزم پوهنځيو کې تدریسیږي

دغه غونډې چې دانش فرهنګي مرکز کې د جمعې په شپه جوړه شوې وه، د لغمان پر والي سربيره، له کابل، کونړ او ننګرهار څخه ورته ګڼ شمير فرهنګيان او ژورنالستان ورغلي ول چې يو شمير استادانو د ښاغلې جنبش د ژورنالستیکو هڅو په اړه خبرې وکړې.

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د داود جنبش په اړه د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني پيغام ولوست چې په يوه برخه کې يې راغلي ول. ((خوشاله یم چې دانش فرهنګي مرکز د هیواد د تکړه ژورنالست ډاکټر داود جنبش د علمي او ژورنالستیکو هڅو د قدردانۍ غونډه جوړوي. د لمانځغونډو او ویاړغونډو له لارې نه يوازې دا چې د يو چا د هڅو درناوی کېږي، بلکې نور خلک او پتېره بیا ځوانان هڅول کيږي، چې په اجتماعي ژوند کې فعاله برخه واخلي.))

استاد محمد اصف صمیم په خپلو خبرو کې ځوانانو ته سپارښتنه وکړه چې که د مسلکي ژورناليزم په ژبه ځان پوهول غواړي نو د ښاغلي جنش لمنه دې ونيسي:

((هغه ښاغلي چې له ژورناليزم سره مینه لري، هغوی ته يوه اسانه لار ښييم چې هغوی دې د همدغه سړي لمنه ونيسي چې ژورناليزم زده کړي،ژبه زده کړي. د ده ژبه صیقل شوې ژبه ده. د الفت صیب وینا ده چې په نثر کې د ليکلو لپاره وايي، داسې نثر وليکئ، چې هر چا ته يې وړاندې کړئ، تر تاسو يې لنډ نه کړای شي، تر تاسو يې خوږ نه کړای شي. او دا کار ښاغلي جنبش په ژورناليزم کې کړی دی.))

استاد حبیب الله رفیع هم په خپلو خبرو کې داود جنبش د مسلکي ژونالیزم استاد یاد کړ:

((جنبش صیب د مسلکي ژورناليزم استاد او د دې مسلکي ژورناليزم پر مخ بیوونکی دی. عملاً شاګردانو ته ژورناليزم ښيي او ورسره عملاً د ژورناليزم په کار کې بوخت دی او عملي نمونې د ژورناليزم وړاندې کوي. دا ډول ژورناليزم واقعاً ډیر زیات ځوانان روزلی شي.))

ډاکټر داود جنبش

ډاکټر داود جنبش

د غونډې په اخر کې يو شمېر ځوانو ژرونالستانو له ښاغلي جنبشه د ژورناليزم په برخه کې بېلابېلې پوښتنې وکړې چې دغه برخه ښاغلي جنبش ته ډيره په زړه پورې وه، په همدې اړه نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( مهمه خبره په دې کې دا وه چې ما په دوی کې له مسلکي ژورناليزم سره مینه ولیده. او کومې پوښتنې چې دوی په پای کې وکړي نو ما ته دا ثابته شوه چې زیات يې غواړي چې دغه مسلک د لوباليوالي له حالت نه راووځي په مسلکي ډول ځیني شيان زده کړي او ويې کاروي.))

یاده دې وي چې وتلي شاعر پيرمحمد کاروان ډاکټر داود جنبش ته منظومې پيرزوینې وړاندې کړې او وتلي ممثل ممنون مقصودي د بهاالدین مجروح د وطن مور شعر په تمثیلي پارچه کې وړاندې کړو.

داکټر داود جنبش د ژورناليزم په بېلابېلو برخو درې کتابونه ليکلي چې اوس عملاً د افغانستان د ژورناليزم پوهنځيو کې تدریسیږي او د افغانستان په اړه يې د دوه روسي جنرالانو کتابونه سرې لښکرې په افغانستان کې او په افغانستان کې ريښتيا څه تېرېدل پښتو ته ژباړلي دي.

XS
SM
MD
LG