د لاسرسي ځای

تازه خبر

"که اسد په واک کې وي سوله نه راځي"


د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري وايي، واشنګټن لا هم په شام کې د کورنۍ جګړې ختمولو لپاره د ممکنه موافقې په لړ کې د شامي ولسمشر بشارالاسد راتلونکې په اړه له روسیې او ایران سره اختلافات لري.

تېره شپه په واشنګټن کې د امریکا سولې انسټيټیوټ په نوم د څېړنیز مرکز یوې غونډې ته د وینا پر مهال نوموړي وویل، که اسد په واک کې پاتې شي نو نه سوله او نه هم د اسلامي دولت ډلې ماته ممکنه ده.

ده وویل، ((له ریښتیني انتقالي [بهیر] پرته)) په شام کې روانه څلور کلنۍ جګړه ((هېڅ کله نشي درېدای.))

ده وویل، ((لا هم له روسیې او ایران سره د اسد راتلونکې

او د هغه رول په اړه کار کوي.)) د امریکا بهرنیو چارو وزیر وویل، ((مني چې دا مسله لا نه ده هواره شوې.)) خو دوی او ملګري یې ((باور لري چې د حل یوه لار به پیدا کړي.)) جان کیري دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې سبا په ویانا کې د شام سولې خبرو بل پړاو پیلېږي چې پکې د ۱۷ هېوادونو او درو نړیوالو ادارو استازي برخه اخلي.

ایران او روسیې د بشار الاسد ملاتړ هڅې زیاتې کړې دي او روسیه په شام کې د اسلامي دولت ډلې او ورسره د منځلارو اپوزیشن ځواکونو پر ضد په جګړه کې د اسد ځواکونو ملاتړ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG