د لاسرسي ځای

په بیروت کې په دوو ځانمرګو بریدونو کې ۳۷ کسان وژل شوي


د لبنان د پلازمېنې بیروت په جنوبي برخه کې په دوو ځانمرګو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ژوبل دي.

د پېښې ځای د لبنان شیعه حزب الله غورځنګ پیاوړی مرکز دی. پولیس وايي، دوه ځانمرګو بریدګرو په برج البرنجه سیمه کې د منصور مارکېټ او عین السیکي په نوم یوه دوکان مخې ته دوه چاودنې وکړې.

د اسلامي دولت وسله والې ډلې تېر ماښام تر پېښې وروسته د حملو ذمه واري ومنله. عیني شاهدان وايي، کله چې تر لومړي برید وروسته خلکو د پېښې ځای ته ځان ورساوه او مرستندویه کارونه یې پیل کړل نو دویمه ځانوژونکې حمله وشوه.

له ۲۰۱۱ز کال راهیسې چې حزب الله په شام کې د اپوزیشن ځواکونو پر ضد د ولسمشر بشارالاسد پوځي مرسته کوي نو د لبنان په دغو سیمو کې یو شمېر بمي بریدونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG