د لاسرسي ځای

تازه خبر

“سږ ګال ۵۶ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي”


په پاکستان کې د ملګرو ملتونو کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، روان کال تر اوسه ۵۶ زره رجسټر شوي افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

یو اېن اېچ سي ار د پنجشنبې پر ورځ په یوه بیان کې وویل، دا افغانان په خپله خوښه د ملګرو ملتونو په مرسته افغانستان ته تللي دي.

بیان زیاتوي، لا هم په پاکستان کې ۱۵ لکه رجسټر شوي او شاوخوا ۱۰ لکه نارجسټر شوي افغان کډوال اوسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG