د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: ۲۲ برمته کارکوونکي خوشې شول


د جنوبي وزیرستان پولیټیکل اېجنټ ظفر الاسلام وايي، د سړک جوړونې ۲۲ تښتول شوي کارکوونکي یې له تښتوونکو خلاص کړي دي.

نوموړي د پنجشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، تښتول شوي کارکوونکي تېر سهار ټانک ته ورسېدل.

ده وویل، دا کسان یې بې له شرطه له تښتوونکو خلاص کړي البته دا یې و نه ویل چې دا مزدوران یې له کوم ځایه خلاص کړل.

شاوخوا یو میاشت مخکې نامالومه کسانو دا مزدوران هغه مهال وتښتول چې دوی په جنوبي وزیرستان کې د یوه سړک جوړولو په کار اخته ول.

د دوی د تښتونې ذمه واري چا نه وه منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG