د لاسرسي ځای

“له حکومتي کارګردګۍ نهیلي یو خو د جمهوریت دفاع کوو”


د پاکستان پیپلز ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند ویلي، د ګواښونو په صورت کې به د منتخب جمهوري حکومت ملاتړ کوي.

د پنجشنبې پر مازیګر د سېنېټ غونډې ته د وینا پر مهال د پیپلز ګوند یوه مشر اعتزاز احسن وویل، د حکومت له کارکردګۍ نهیلی دی خو اپوزیشن ورسره ولاړ دی.

ده وویل، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی له دوو ورځو راهیسې د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د وروستي بیان پر ضد غبرګون ښيي خو واکمن مسلم لیګ (ن) جرات نه لري چې سپینه خبره وکړي.

د مسلم لیګ (ن) سېنېټر نهال هاشمي غونډې ته وویل، ټولې ادارې دې له ایین سره سم کار وکړي.

ده البته د پوځ نوم وانخیست. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عثمان کاکړ تور پورې کړ چې د پاکستان رسنۍ د ناجمهوري طاقتونو مرسته کوي.

غونډې ته په وینا کې د پاکستان تحریک انصاف غړي نعمان وزیر د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د نهې د ورځې بیان ملاتړ وکړ.

په هغه بیان کې د حکومتدارۍ ښه کولو او د قبایلي سیمو اصلاحاتو په اړه د اقداماتو ویل شوي ول.

XS
SM
MD
LG