د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ميانمار کې د آنګ سان سوچي ګوند انتخابات وګټل


 آنګ سان سوچي
آنګ سان سوچي

د دې هيواد د آيين له مخې د پوځ مشر اختيار لري چې په انتخاباتو کې پر برخې نه اخيستلو سربېره په پارليمان کې ۲۵ فيصده برخه په مستقيم ډول پخپله خوښه وټاکي

په ميانمار هېواد کې چې پخوانی نوم يې برما و، د يکشنبې په ورځ عام انتخابات وشول چې په نتيجه کې يې تر ۸۰ فيصده زياتې رايې د مېرمن آنګ سان سوچي اپوزيشن ګوند ((د جمهوريت لپاره قامي ګوند)) ګټلي دي. د ميانمار د ولسمشر تين سين وياند او د اطلاعاتو وزير يي هُوت پر خپله فېس بُک پاڼه ليکلي چې د امريکا ولسمشر باراک اوباما ولسمشر تين سين او ټول حکومت ته پر تاريخي، آزاده او شفافه انتخاباتو تر سره کولو مبارکي ويلې ده. اوباما ويلي چې امريکا به د ميانمار له حکومت سره خپله همکاري جاري ساتي.

د ميانمار ولسمشر تين سين او د پوځ مشر مين آنګ هلېنګ وار د مخه لا په انتخاباتو کې د آنګ سوچي د ګوند بری منلی او هغې ته يې مبارکي ويلې ده. دواړو ژمنتيا ښودلې چې د ولس د رايو احترام به کوي او د حکومت جوړولو په برخه کې به له مېرمن آنګ سوچي سره خبرې اتري کوي.

د دې هيواد د آيين له مخې د پوځ مشر اختيار لري چې په انتخاباتو کې پر برخې نه اخيستلو سربېره په پارليمان کې ۲۵ فيصده برخه په مستقيم ډول پخپله خوښه وټاکي او ورسره په کابينه کې درو وزاراتونو لکه دفاع، کورنيو چارو او د سرحداتو د ساتنې ته وزيران وټاکي. دا لا څرګنده نه ده چې آنګ سوچي او پوځ به خپلې اړيکې څنګه پرمخ وړي خو داسې ويل کيږي چې د وداړو تر منځ به څه نا څه ترينګلتيا موجوده وي. بلخوا آنګ سوچي د آزادې آسيا راډيو ته ويلي چې پوځ او ولس بايد د همکارۍ اړيکې سره ولري.

د آنګ سوچي او پوځ تر منځ يو تر ټولو د اختلاف نکته دا ده چې د آيين له مخې نوموړې د هيواد ولسمشره ځکه نشي جوړېدای چې د هغې اولادونه په بل هيواد کې زېږېدلي دي. خو هغې دا په ډاګه کړې ده چې که څه هم ګوند به يې يو څوک د ولسمشر په حېث وټاکي خو د ګوند د مشرې په حېث به د هيواد ټولې چاري پخپله پرمخ وړي.

اويا کلنه آنګ سان سوچي د ۱۹۹۰مې او ۲۰۰۰مې لسيزې پر مهال څو ځلې د ميانمار د پوځي حکومت لخوا په کلونو په خپل کور کې نظر بنده وه. نوموړې د جمهوريت لپاره د يو فعالې په حېث شهرت لري او په ۱۹۹۱م کې يې د سولې نوبل جايزه هم وګتل. په ميانمار کې د نوموړي د ګوند بری د جمهوريت برياليتوب ګڼل کيږي.

XS
SM
MD
LG