د لاسرسي ځای

تازه خبر

براهمداغ بګټی: له پاکستاني پوځ پرته له هيچا سره خبرې نه کوم


بلوڅ بيلتون پلوه سياستوال براهمداغ بګټی
بلوڅ بيلتون پلوه سياستوال براهمداغ بګټی

بلوڅ بيلتون غوښتونکی سياستوال براهمداغ بګټی وايي، له پاکستاني پوځه پرته له بل هيچا سره خبرو اترو نه دی تيار.

پراګ: بلوڅ بيلتون غوښتونکی سياستوال براهمداغ بګټی وايي، له پاکستاني پوځه پرته له بل هيچا سره خبرو اترو نه دی تيار.

له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې نوموړي تصديق وکړ چې څو مياشتي وړاندي يې د بلوچستان له وزيراعلی ډاکټر مالک بلوڅ او د پاکستان د سيفران وزير جنرال عبدالقادر بلوڅ سره ليدلي وو خو د ده په وينا د ۳ ساعته په دې ناسته کې هيڅ رسمي خبري نه دې شوي.

۳۵ کلن براهمداغ بګټی د پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف په واکمنۍ کې د وژل شوي يو بلوڅ مشر نواب اکبر خان بګټي لمسی دی او په سويزر لينډ کې د جلاوطنه دی.

تر څو پوځ خپل سوچ نه وي بدل کړی له بې واکه خلکو سره د خبرو کولو هيڅ ګټه نشته
براهمداغ بګټی

نوموړی د بلوچستان ريپبلکن ګوند مشر دی او ويل کيږي چې له پاکستاني پوځ سره په جګړه کې ښکېلې وسله والې ډلې بلوچستان ريپبلکن ارمي هم چلوي.

په مرکه کې براهمداغ بګټي ادعا وکړه چې له يادې ډلې سره هيڅ تړاو نلري.

په داسي حال کې چې له تيرې څه مودې راهيسې د بلوچستان حکومت تر پړدې شاته له وسله والو ډلو او نورو بيلتون غوښتونکو مشرانو سره خبرې اترې پېل کړې خو براهمداغ بګټی وايي چې بې له پاکستاني پوځه له بل هيچا سره مذاکراتو ته تيار نه دی.

ده زياته کړه ، زما ستونزه دا وخت له پاکستاني پوځ او اسټبلشمنټ سره ده چې نه يوازې د بلوچستان بلکې د ټول پاکستان مهمې چارې پخپل واک کې ساتي.

نوموړی پر مخ وايي چې تر څو دوی ( پوځ) خپل سوچ نه وي بدل کړی او پر دې خبره نه وي سلا شوي چې په بلوچستان کې پوځي عمليات ختم او د خبرو اترو عمل پيل شي نو دده په فکر له نورو ( بې واکه) خلکو سره د خبرو کولو هيڅ ګټه نشته.

د براهداغ بګټي نيکه نواب اکبر خان بګټی
د براهداغ بګټي نيکه نواب اکبر خان بګټی

​د چارشنبې په ورځ د بلوچستان واکمن ګوند نيشنل پارټۍ يو مشر د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وويل چې براهمداغ بګټی له ډاکټر ملک بلوڅ سره په پټو ناستو کې د آزاد بلوچستان له غوښتني پر شا شوی دی ، خو براهمداغ بګټي مشال راډيو ته وويل چې که مذاکرات کيږي نو ازاد بلوچستان به په ايجنډا کې شامل وي.

ده وويل ، پخوا چې کومه ايجنډا وه هغه نن هم ده او هغه د بلوچستان مکمله آزادي ده او يو وخت موږ دا غوښتنه هم کړې وه چې ټول پوښتنه دي وشي چې خپله خلک ووايي چې ایا له پاکستان سره اوسېدل غواړي يا بيا غواړي چې ورڅخه بېل شي.

د مرکې پر مهال براهمداغ بګټي په لومړي ځل په ډاګه کړه چې شاوخوا ۶ کاله مخکي د پاکستاني پوځ پخواني مشر جنرال اشفاق پروېز کياني ورور د خپل يوه ملګري له لارې له ده تماس نيولی وو.

ده زياته کړه ،د جنرال کياني صيب د ورور پیغام راغلی وو چې ويل يې که تاسو غواړی نو موږ به يو رول و لوبوو او مسله به هواره کړو. د دوی پيغام دا وو چې تاسو هر څه غواړی موږ يې منلو ته تيار يو خو پرتهد بلوچستان د ازادۍ له غوښتنې. ما هغه وخت هم ورته وويل چې تا سو راشی ، کښېنی خو البته موږ له هيچا سره پټ په پته نه کښېنو او نه هم خبرې ورسره کوو. خبرې به په ډاګه کوو خو بيا له هغه وروسته د هغوي پيغام رانغلی.

د بلوچستان وزيراعلی ډاکټر ملک بلوڅ، سردار ثناوالله زهری او چنګيز مری
د بلوچستان وزيراعلی ډاکټر ملک بلوڅ، سردار ثناوالله زهری او چنګيز مری

په بلوچستان کې د ۲۰۰۶ م کال اګست په مياشت کې د وتلي بلوڅ مشر نواب اکبر خان بګټي تر وژنې وروسته ځينو بلوڅ ملت پالو له پاکستانه د بېلېدو لپاره وسله واله مبارزه پیل کړه.

پخوا چې کومه ايجنډا وه هغه نن هم ده او هغه د بلوچستان مکمله آزادي ده
براهمداغ بګټی​

نواب بګټي هغه وخت ووژل شو چې دده پر ضد د پوځي عملياتو پر مهال د بلوڅو په سيمه کې يې په يو غار کې پناه اخيستې وه.

دده تر مرګ وروسته د پوځ او بلوڅو وسله والو په جګړه کې سلګونه کسان وژل شوي، دا شان په لوی شمېر نور بلوڅ سياسي فعالين تښتول شوي او له ادعا سره سم په عقوبت خانو کې بنديان دي. په دوی کې د ځينو خراب کړل شوي مړي ځای په ځای تر لاسه شوي.

اسلام اباد تور لګوي چې د بلوڅ وسله والو تر شا د هند او افغانستان لاس دی خو دواړه هېوادونه دا تور ردوي.

XS
SM
MD
LG