د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسي مظاهرې څه ښيي؟ څه ګټې لري؟


په کابل کې راوتی لاریون ترینګلی شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:27 0:00

په کابل کې راوتی لاریون

ډاکتر سید عالم مسود وايي، د مظاهرو ګټه دا ده چې له دې لارې ځپل شوي خلک نړۍ ته هم خپل اواز رسوي او د خپلې سیمې یا هېواد حال ورښيي.

پراګ - د افغانستان په زابل ولایت کې چې وسله والو اووه کسان ووژل نو د چارشنبې یا شورو پر ورځ په کابل کې زرګونه کسانو چې اکثریت یې هزاره ګان ول د غندنې مظاهرې وکړې او د ولسمشر تر دفتره یې لاریون وکړ.

په تېرو وختونو کې چې په کوټه کې هم پر هزاره ګانو حملې شوې دي نو دوی له مظاهرو سره سره اوږدې احتجاجي ناستې هم کړې دي.

احتجاج یا مظاهرې خو د یوه سوي زړه اواز وي. هغه ملکونه چې پکې بنیادي انساني حقوق وي، په هغو کې خو دا مظاهرې ۱۰۰ فیصده نتیجه ورکوي خو زموږ په شان بدبخته علاقه کې دا هغه نمونه نتیجې نه ورکوي
ډاکتر سید عالم مسود

پوښتنه دا ده چې په کابل کې د هزاره ګانو او نورو افغانانو وروستی لاریون او مظاهره د څه ښکارندويي کوي؟ د کابل پوهنتون سیاسیاتو او حقوقو څانګې استاد نصر الله ستانکزی وايي، دا مظاهره د تېرو دوو لسیزو د وژنو ضد یو غبرګون دی:

((اول دا ده چې د هغو ناوړو اقداماتو چې په تېرو ۲۳ کلونو کې په افغانستان کې په مختلفو نومونو افغانان وژل شوي، د هغو پر وړاندې د لویو پرګنو د حساسیت استازیتوب کوي. بله مسله، دا هغه نارضایتي او خپګان [ښيي] چې خلک یې د دولت له اقداماتو لري او درېیم دا چې هغه جدي غبرګون چې د داعش او نورو افراطي ډلو پر وړاندې یې خلک ښيي، دا څو مسلې کېدای شي په دې کې شریکې وي.))

په پېښور کې د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکتر سید عالم مسود (مسید یا محسود هم بلل کېږي) وايي، مظاهرې د محکومو او ځپل شویو خلکو د زړونو اواز وي:

((احتجاج یا مظاهرې خو د یوه سوي زړه اواز وي. هغه ملکونه چې پکې بنیادي انساني حقوق وي، په هغو کې خو دا مظاهرې ۱۰۰ فیصده نتیجه ورکوي خو زموږ په شان بدبخته علاقه کې دا هغه نمونه نتیجې نه ورکوي ځکه چې زموږ حکمرانان د لاندې غریب، مظلوم او محکوم ولس فریادونو ته غوږ نه ږدي. البته د دې دا فایده وي چې هغه انسان چې د یوه ظلم خلاف مظاهره کوي د هغه د زړه اور یخ شي او دویم هغه وي چې هغه، هغو محکومو خلکو ته، مظلومو طبقو ته جرات او یو والی ورکوي.))

ډاکتر مسود زیاتوي، د مظاهرو یوه بله ګټه دا ده چې د دې له لارې ځپل شوي خلک نړۍ ته هم خپل اواز رسوي او د خپلې سیمې یا هېواد حال ورښيي. که د پوهاند نصر الله ستانکزي او ډاکتر سید عالم مسود دلیلونو په رڼا کې د افغانستان او پاکستان پښتون مېشته سیمو حالاتو ته ولیدل شي نو هلته له لسیزو راهیسې ناامني ده، وژنې روانې دي او لوی ځانمرګي بریدونه شوي دي.

کله، کله خپله د پښتنو په سیمو کې، خپله همدا پښتانه دي چې یو بل سره وژني.
پوهاند نصر الله ستانکزی

په داسې حالاتو کې یوې خوا ته که د کوټې او کابل یا غزني هزاره ګان؛ د پېښور عیسویان او د جلال اباد سېکان د خپلو حقونو لپاره مظاهرې کوي او د وژنو درونو غوښتنې کوي نو بلې خوا ته په ټولیز ډول د دواړو سیمو پښتنو یا د افغانانو پر سطحې لویې مظاهرې ولې نه کېږي؟

په ځواب کې یې پوهاند نصر الله ستانکزی وايي، یو لامل یې دا دی چې په هېوادونو کې اکثریتونه سم منسجم یا همغږي نه وي:

((په طبعي ډول، په هره ټولنه کې اکثریتونه منسجم یا کووارډينېشن نه لري، یوه لویه ستونزه د اکثریتو همدا ده، پښتانه اکثریتونه دي. بله مسله دا ده چې کله، کله خپله د پښتنو په سیمو کې، خپله همدا پښتانه دي چې یو بل سره وژني. درېیمه خبره دا ده چې متاسفانه د پښتنو په سیمو کې هغه ګروپونه له یوه خوا [ترهه] او وحشت خپروي، په اکثریت کې [او د ځواک] خاوندان دي. څلورم، متاسفانه موږ دغسې منظم سازمان دهي ګانې، منظمې ټولنې، منظمې غونډې او منظمې رهبرۍ نه لرو. هغه د خلکو خبره، هر پښتون خپله یو چارک دی.))

هغه قومونه چې اختیار (یا واک) لري، نو چې داسې قسمه پېښې راشي نو هغوی هسې ردعمل نه ښيي لکه څنګه چې د واک یا طاقت واړه [مرکزونه] یې کوي.
پوهاند ډاکتر عبدالروف خان

خو د پېښور پوهنتون د سیاسي علومو څانګې استاد ډاکتر عبدالروف خان وايي، پښتانه په تاریخي توګه د واک خاوندان پاتې شوي دي نو ځکه هم د وژنو او ناامنیو ضد هسې غبرګون نه ښيي لکه له واکه بې برخې طبقې یې چې ښيي:

((په تاریخ کې د پښتو لوی رول پاتې شوی دی. اختیارمن پاتې شوي دي په تاریخ کې او د هغې په وجه، هغه قومونه چې اختیار (یا واک) لري، نو چې داسې قسمه پېښې راشي نو هغوی هسې ردعمل نه ښيي لکه څنګه چې د واک یا طاقت واړه [مرکزونه] یې کوي. هزاره ګانو چې په کابل کې او په کوټه کې کوم ردعمل ښيي نو هغه د همدې حقایقو نتیجه ده. پښتانه په تاریخ کې هم داسې پاتې شوي دي او اوس هم دوی ځان داسې نه ګڼي لکه دا وړې، وړې ټولنې یې چې ګڼي.))

پروفیسر ډاکتر عبدالروف خان د پاکستان په تناظر کې دا مني چې ((پښتانه په دوو صوبو کې)) او د هېواد په نورو برخو کې ((وېشل شوي دي))، خو د یوه قام په صفت دوی ((دا احساس نه لري چې ګواکې د پاکستان د واک یا طاقت له مرکزونو بهر دي.))

دی زیاتوي، که کله هم ((پاکستان مېشتي پښتانه دا احساس وکړي)) چې د هېواد په چارو کې ((شامل نه دي، نو دا امکان شته چې د خپلو حقونو لپاره راپاڅي.))

XS
SM
MD
LG