د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان حکومت یوازې خپل ولس ته جوابده دی"


د پوځ اړیکو څانګې د دغه بیان په غبرګون کې د دفاع وفاقي وزیر خواجه اصف یوه شخصي ټي وي چېنل ته ویلي ول چې ولس به د حکومت احتساب د ۲۰۱۸م کال په ټولټاکنو کې کوي.

د پاکستان وفاقي حکومت وایي، چې د ترهګرۍ مخینوي قامي کړنلاره «قومي ایکشن پلان» پلی کول یوه ګډه ذمه واري ده او ټولې ادارې باید د ایین په چوکاټ کې خپله دنده ترسره کړي.

په بیان کې راغلي چې حکومت خپل ولس ته جوابده دی او حکومت خپلې ټولې فیصلې قامي ګټې ته په کتو په روڼه توګه او په جار کوي.

د چارشنبې ماښام د پاکستان حکومت په جاري شوي بیان کې ویل شوي دې چې حکومت د ولس ژوند خوندي ساتلو لپاره نه یوازې پر قامي کړنلاره عمل کوي بلکې نور ګامونه اخلي.

د حکومتي بیان له مخې چې د وسله والو پر وړاندې د کاروایي کولو پرېکړه حکومت کوي او دې ته ولسي ملاتړ هم ترلاسه دی.

حکومت په خپل بیان کې زیاتوي چې په حکومتي هڅو سره قامي کړنلاره په کامیابۍ پر مخ روانه ده، او دا پرمختګ په سیاسي اتفاق، د پوځ له لوري ترسره شوو اقداماتو، صوبایي حکومتونو، پولیس او استخباراتي ادارو په پراخه همکارۍ ممکن شوی دی.

په بیان کې ویلې شوې دې چې اعلا عدلیې هم په دې کوششونو کې کمک کړی دی او تر ټولو ستر کردار د ولس دی چې خپل ملاتړ یېجاري وساتلو.

حکومتي بیان وایي چې د حکومتي اقدماتو له کبله په ټول هېواد کې امنیتي وضعه ښه شوې ده.

وړمه ورځ د کورکمانډرانو په غونډه کې د پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف ویلي ول چې د ترهګرۍ ضد قامي کړنلاره ښه نتیجې اله ورکولی شي چې حکومتداري ښه شي.

د پوځ اړیکو څانګې د دغه بیان په غبرګون کې د دفاع وفاقي وزیر خواجه اصف یوه شخصي ټي وي چېنل ته ویلي ول چې ولس به د حکومت احتساب د ۲۰۱۸م کال په ټولټاکنو کې کوي.

د شورو ورځ د پاکستان قامي اسمبلۍ غونډې ته اعتراضیه نکتې پر مهال په خپله وینا کې محمود خان اڅکزي وویل، د کور کمانډارانو له غونډې پس د پوځ ولسي اړیکو څانګې له لوري خپور شوی بیان د ایین ضد څرګندونې دي. نوموړي وویل، چې د دغه بیان په اړه دې له سپریم کورټه سپیناوی واخیستل شي.

محمود خان اڅکزي د شورو ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته په خبرو کې وویلې و که دوه شریفان په خپلو کې په جنجال کښېوزي نو دی به د ولسي شریف ملګری وي او ګوند به یې د هېڅ یوې داسې بهرنۍ تګلارې ملاتړ نه کوي چې پارلمان نه وي جوړه کړې.

د عوامي نیشنل ګوند ویاند زاهد خان هم له مشال راډيو سره په خبرو کې ویلي، «پوځ ځکه بیان ورکړی چې حکومت خپله ذمه واري په ښه توګه نه ترسره کوي خو زیاتوي چې پوځ ته نه و پکار، داسې بیان ورکړي، ولې چې زموږ ګاونډي ملکونه او نور دا ګڼي چې په پاکستان کې سیاسي اختیارات له ولسي حکومت سره نه بلکې له پوځي اسټېبلېشمېنټ سره دي.

د قامي اسمبلۍ پخوانې مرستیال سپیکر او د پاکستان پیپلز پارټۍ غړی فیصل کریم کنډی وايي چې د وزیراعظم نوازشریف او د پوځ د مشر خو وخت په وخت ملاقاتونه کېږي نوپکار وه چې پر داسې مسئلو په خپلمنځ کې خبرې وکړي نه چې د مطبوعاتو له لارې داسې بیانونه ورکړي.

د جماعت اسلامي د قامي اسمبلۍ غړی شېر اکبر خان وايي چې د پوځ بیان په خپل ځای خو دا یو حقیقت دی چې د حکومت کارکردګي ښه نه ده.

د پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی حامد الحق وايي چې پوځ د خپلو خدشاتو څرګندونه کړې ده خو پاکستان تحریک انصاف دا دریځ لري چې ټولو ادارو ته د ایین په چوکاټ کې پاتې کېدل پکار دي او د حکومت هم دا ذمه واري جوړېږي چې د قامي ایکشن پلان پر شلو نکاتو دې لاسپورې کړي.

XS
SM
MD
LG