د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د هر مذهب منونکي درناوی پکار دی. نوازشريف


نواز شریف د هندوانو مذهبي اختر دیوالي کې د ګډون پر مهال په خپله وینا کې وویل، يواځې اسلام نه بلکې هر يو مذهب دا ښودنه کوي چې د ظالم نه بلکې د مظلوم مرسته کول پکار ده.

د چارشنبې په ورځ د سند سرښار کراچۍ ته د يوې ورځنۍ دورې پرمهال وزيراعظم نوازشريف د هندوانو مذهبي اختر دیوالي په خوشالیو کې ګډون وکړ او هغوی ته یې ته په خپله وینا کې مبارکي ورکړه.

نوموړي په دا غونډه کې په خپله وینا کې وویل، پاکستان د ګڼو مذهبونو هېواد دی او بايد چې ټول وګړي د يو بل قدر وکړي او خپلمنځی يووالی پيدا کړي ځکه چې دا د يوه مذهب منونکو ملک نه بلکې د هر هغه چا دی چې دلته ژوند کوي.

د ده په وينا چې هندو ورورولۍ د پاکستان په جوړښت کې لوی کردار لوبولی که نن په پاکستان کې مسلمان د بل مذهب په منونکي ظلم کوي نو دوی به یې لاس نيسي.

((يواځې اسلام نه بلکې هر يو مذهب دا ښودنه کوي چې د ظالم نه بلکې د مظلوم مرسته کول پکار ده. د حکومت اجنډه هم دا ده، څومره چې کېدی شي د ولسونو ترمينځ اتحاد او اتفاق پيدا کړو۔ ټول به په شريکه د دې وطن د پرمختګ لپاره کار کوو او کله به هم د ظالم مرستندویان نه جوړېږو که يو مسلمان د بل مذهب په وګړي ظلم کوي نو د هغه پرضد به هم کاروايي کوو))

پر دې مهال د هندو مذهبې اقليتي ټولنې د قامي اسمبلۍ غړي ډاکټر درشن لال وويل چې په کراچۍ کې د دوی وګړي ځورول کېږي خو بيا هم دوی دا خاوره خپل وطن ګڼي او د دې لپاره به خپله برخه کردار ترسره کوي.

((موږ د اقليتي ورورولۍ خلک دلته ډېر تنګ کړل شوي دي ، زموږ خلک تښتول کېږي، کلنګونه ترې اخیستل کېږي خو موږ دا خبره په ډاګه کوو چې دا ملک د ټولو دی او د هر يو مذهب منونکی د دې ښایست دی او موږ به د دې نه چرته هم نه ځو او د دې خاورې ښایست به نور سېوا کوو))

وزيراعظم نوازشريف په دې موقع د سکانو روحاني مشر بابا ګرونانک ګردوارې د سينګارولواو په حيدراباد کې د بګت کنور مېډيکل کمپلېکس جوړولو اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG