د لاسرسي ځای

تازه خبر

“پر حکومت د پاکستاني پوځ تله درانه ده”


ټاکل شوې ده چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف به په راتلونکې اوونۍ کې د واشنګټن سفر کوي.

ټاکل شوې ده چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف به په راتلونکې اوونۍ کې د واشنګټن سفر کوي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د دې هېواد لومړي وزير نواز شريف هم امريکا ته تللی وو. ځينې کار پوهان پوښتنه راپورته کوي چې د يوه هېواد لومړي وزير وار له مخه د واشنګټن سفر کړی نو بيا ولي د پوځ مشر په سمدستي دغسې يو بل سفر تر سره کوي.؟

د دې ترڅنګ هم د سشنبې پر ورځ د کور کمانډانو په غونډه کې پر حکومت غږ وشو چې د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې بايد حکومتي واکداري ښه کړل شي.

دا خبره تر غونډې وروسته د پوځ په يوه بيان وشوه چې ورباندې د دې هېواد قامي اسمبلی په غونډه کې بحثونه وشو.

دغه صورتحال ځينې پوښتنې راپورته کړي چې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوي دي.

د خپرونې مېلمانه دفاعي چارو کارپوه بريګيډير ( ريټايرډ) سيد نذير او سياسي چارو کار پوه ايمل خټک دي.

کوربه عبدالحی کاکړ دی.

خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

“پر حکومت د پاکستاني پوځ تله درانه ده”
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:16 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG