د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د لغمان د ولسونو ټولې ستونزې به اواروو"


د لغمان والي د سیشنبې په ورځ د لومړي سل ورځني تطبیق شوي کاري پلان نتیجې او لاسته راوړنې له ولسونو سره شريکې کړې.

د لغمان والي د سیشنبې په ورځ د لومړي سل ورځني تطبیق شوي کاري پلان نتیجې او لاسته راوړنې له ولسونو سره شريکې کړې.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمې د یوې غونډې په ترڅ د دغه ولایت دیني عالمان، قومي مشران، د ولایتي شورا پلاوی او د بیلابیلو مدني ټولنو استازي وربللي ول او د خپل ماموريت لومړي سل ورځني تطبیق شوي پلان لاسته راوړنې او ننګونې يې ورسره شريکې کړې.

نوموړي وويل چې د خلکو ستونزې يې تر مرکزه رسولي او تر ډيره حده ورته د ستونزو د اوارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

(( ستاسو وړانديزونه او مشکلات مې تر مرکزه، او تر فرد فرد وزارته رسولي دي. شخص اول نفر، دویم نفر او د هغوی ټول ټيم سره مې شريک کړي دي. دا مې په ليکلي بڼه ورکړي دي، ځينې خو يې خوشبختانه د ۱۳۹۵ کال په بودیجه کې نيول شوي، او په ځينو کې تلاش روان دی چې نړیواله ټولنه په دې کې مرسته راسره وکړي.))

د لغمان ولسونو د والي د تيرو کړنو ستاینه وکړه خو په راتلونکي کې يې د امینيت او اداري اصلاحاتو غوښتنه هم وکړه.

کله چې ته په خپل چوکاټ کې يو څه راولې، په دې پوه شه چې موږ به بلکل ښه یم او ښه به اوسيږو او ستا تر شاه به ولاړ يو.

په ریاستونو کې زموږ ښځې موجوديت نه لري، په هر ریاست کې اقلاً يو، دوه یا درې ښځې وي، هم به په ریاستونو کې د ښځو مشکل حل شي هم به بې روزګاره خویندې په کار شي.

پر دولتي ادارو د خلکو د نيو کو په ځواب کې د لغمان والي جبار نعيمي خلکو ته ډاډ ورکړ ويې ويل چې په لغمان کې عدالت تامینوي.

(( دا مې قسم، دا مې وعده ده چې حق به حقدار ته او عدالت به تامینوي. که دا راباندې زور راځي، که دا تهديد وي، ګه دا هر رقم چلینج وي، ما قبول کړی دی. اما تاسو فکر کوئ چې زه ورته دغسې ناست یم، نه. زه کله نا کله تر د شپې تر نهو بحو پورې په ځينې مسايلو کار کوم.))

عبدالجبار نعیمي د یادو پروګرامونو ترڅنګ ولسي غوښتنو او وړاندیزونو ته په کتو یاده کړه چې یو شمېر نورغوره پروګرامونه هم ترلاس لاندې لري او په دوهم سل ورځني پلان کې به يې دتطبیق لپاره په پوره قوت سره هڅه وکړي.

XS
SM
MD
LG