د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: هغه پاکستانۍ بهرنۍ تګلاره نه منم چې پارلمان نه وي جوړه کړې


محمود خان اڅکزی
محمود خان اڅکزی

د شورو ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته په خبرو کې نوموړي وویل، که دوه شریفان په خپلو کې په جنجال کښېوزي نو دی به د ولسي شریف ملګری وي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی وايي، که د وزیر اعظم میا نواز شریف او د پوځ مشر راحیل شریف به اله پر لار تلای شي چې ایین برلاسی وي.

محمود خان اڅکزي وویل، د دوی ګوند د هېڅ یوې داسې بهرنۍ تګلارې ملاتړ نه کوي چې پارلمان نه وي جوړه کړې.

اڅکزی: د پاکستان هغه بهرنۍ تګلاره نه منم چې پارلمان نه وي جوړه کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:35 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان قامي اسمبلۍ په غونډه کې د اعتراضیه نکتې پر مهال په خپله وینا کې محمود خان اڅکزي وویل، د کور کمانډارانو له غونډېپس د پوځ ولسي اړیکو څانګې له لوري خپور شوی بیان د ایین ضد څرګندونې دي. دا واک چا ته ورکړل شوی چې د ایین برلاسي یا بالادستي خبره وکړي. نوموړي وویل، چې د دغه بیان په اړه دې له سپریم کورټه تشریح وکړل شي.

محمود خان اڅکزي وویل، ځینې خلک له کسته پر دې معامله بیان نه ورکول غواړي او یا “موږ له بې اېمانۍ کار اخلو”

ښاغلي اڅکزي وویل، چې په ټوله سیمه کې جنګي چاپېریال دی، ’ عراق او لیبیا له منځه ولاړل، او بلخوا دلته د داعش خبرې کېږي. ‘

هغه وویل، چې اوسنیو حالاتو په کتو باید د پارلمان ګډه غونډه راوغوښتل شي.

یاده دې وي، چې د نهې پر ورځ د پوځ مشر راحیل شریف په مشرۍ له غونډې وروسته د پوځ ولسي اړیکو څانګو په یوه بیان کې ویلي ول، چې په ملک د ترهه ګرۍ ختمولو پر وړاندې د روانو عملیاتو پایلې ترلاسه کول او په ملک امن پرځای کولو لپاره ضروري ده چې حکومتي انتظامي چارې ښه شي.

قاضي انور
قاضي انور

د پېښور وکیلانو اتحادیې پخواني مشر قاضي انور دمشال راډيو له خبریال سیراج ظهیر سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان ایین له مخې د پوځ مشر په ګډون دغه ټوله اداره تر منتخیب حکومت او پارلمان لاندې راځي او دوی باید د حکومت په خوښه کار وکړي.

پوځ تر منتخیب پارلمان لاندې راځي. قاضي انور
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:33 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په لاهور کې د سیاسي چارو شننونکي امتیاز ګل د مشال راډيو له همکار داود خټک سره په خبرو کې وايي،چې د پوځ عامه اړیکو څانګې باید دغه بیان نه وی ورکړی،

امتیاز عالم
امتیاز عالم

ځکه چې له دې سره پر حکومتي کارکردګۍ بد اغېز لوېږي. دغه ډول څرګندونې پکار دهچې د تړلو ورونو شا ته په خپلو غونډو کې وکړي.

"پوځ باید پر حکومتي کارکردګۍ څرګندونې و نکړي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:24 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پوځ ولسي یا عامه اړیکو څانګې د بیان په غبرګون کې د دفاع وفاقي وزیر خواجه اصف یوه شخصي ټي وي چېنل ته ویلي ول چې ولس به د حکومت احتساب د ۲۰۱۸م کال په ټولټاکنو کې کوي.

XS
SM
MD
LG