د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او ترکمانستان د ګېس پایپ لاین د کار پر پیلولو سلا شوي


د ترکمانستان ولسمشر قربان ګلي بردي مخمدوف او افغان ولسمشر اشرف غني د ګېس نل لیکې یا پایپ لاین د کار پر پیلولو سلا شوي دي.

په دې پایپ کې به قدرتي ګېس له ترکمانستانه د افغانستان له لارې تر پاکستان او هنده ځي.

ولسمشر اشرف غني او د هغه ترکمن سیال د سېشنبې په ورځ د ټلیفون له لارې پر دې موضوع خبرې وکړې.

رپوټونه وايي چې ولسمشر غني د ډسمبر پر دیارلسمه نېټه د دې پایپ لاین جوړونې د کار په لویه پرانست غونډه کې د ګډون بلنه منلې ده او دا پروژه یې د سیمې لپاره ډېره ګټوره بللې ده.

دا پایپ به ( یو زر اووه سوه پنځه دېرش ) کلومیتره اوږد وي او هر کال به (درې دېرش) اربه کیوبیک میټره ګېس انتقالوي.

دا ګېس به له ترکمانستانه د افغانستان له هرات او کندهاره تر کوټه او ملتان تېریږي او د هند او پاکستان پر پوله پراته ښارګوټي فاضلکا ته به ځي.

پر دې پروژه به اووه اعشاریه شپږ اربه ډالر لګښت راځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG