د لاسرسي ځای

شام: حکومتي ځواکونو هغه سرتېري ژغورلي دي چې داعش کلابند کړي وو


د شام حکومتي تلویزون وايي، حکومتي ځواکونو په شمالي حلب ولایت کې هغه سرتیري ژغورلي دي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش کلابند کړي وو.

یاد ټلویزون دا خبر د سېشنبې په ورځ ورکړی دی. بل پلو د شام د بشري حقونو ډله وايي چې حکومتي سرتیرو په حلب کې د کویریس په نامه پر هغه پوځي اډه د داعش محاصره ماتې کړې کومه چې دې ډلې له ۲۰۱۲م کاله راهسې نیولې وه.

دا په شام کې له هغه وروسته د دې هیواد د سرتېرو تر ټولو لویه بریا ده چې روس د ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ کې د روان کال په سپټمبر کې پوځي بریدونه پیل کړل.

د دې محاصرې ماتولو لپاره د شام سرتېرو د ایرانیو ځواکونو او حذب الله وسله والو ملاتړ هم درلود.

یو پوځي سرچینې ویلي چې په سلګونه عسکر خوشي چې ځینې پکې پر ټلویزیون هم را څرګند شوي ، د پوځ او ولسمشر اسد ستاینه یې کړې ده.

د شام د بشري حقونو ډله وايي دا بریا په داسې وخت کې ترلاسه شوې چې په لاذقیه ښار کې د رژیم پر ساحلي مرکز د توغندي په یو خونړي برید کې لږ تر لږه دوویشت کسان وژل شوي دي.

په دې مرکز کې د روس هوايي اډه هم شته.

XS
SM
MD
LG