د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې په لسګونو زرو کسانو د زابل د پیښې په اړه مظاهره کړې


په کابل کې سلګونو کسانو مظاهره کړې او د هغو اوو کسانو مړي چې په زابل کې یې سرونه پرې شوي، پشتونستان واټ ته وړي دي.

تردې وړاندې د کابل په لویدیځه برخه کې هم سلګونو خلکو په لاریونونو سره د دې کسانو وژنه وغندله .

دوی له افغان حکومته وغوښتل چې د دې پیښې عاملین او برمته نیونکي وپیژني او محاکمه یې کړي.

د زابل د سیمیزو چارواکو په خبره له دغو کسانو څخه په دې وروستیو کې د داعش وسله والو سرونه پرې کړې دي.

دې پیښې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د خلکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د سېشنبې پر ورځ په بامیان ولایت کې هم سلګونو کسانو دغه وژنه وغندله .

د ولسمشر په ګډون لوړ پوړو حکومتي چارواکو هم دغه کړنه غیر اسلامي بللې او په کلکه یې غندلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG