د لاسرسي ځای

“په ایران کې افغان سند لرونکو کډوالو ته صحي بیمه ورکول کېږي”


د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي په ایران کې میشت سند لرونکي افغان کډوال به راتلونکی کال هم د هغه هېواد د روغتیایي بیمې له خدماتو برخمن شي.

د یاد وزارت په وینا، د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ له ایران سره په دې اړه هوکړې ته رسېدلې ده چېهلته مېشت (نژدې اوونیم لکه ) سند لرونکي افغانان به د دې جوګه وي چې په ۲۰۱۶م کال کې د ایراني وګړو ته غوندې روغتیایي خدمات ولري.

د دې وزارت ویاند اسلام الدین جرئت د بېګا مشال راډیو ته وویل:

« ټاکل شوې روان او راتلونکی کال بیا هم هغه افغانان چې اسناد لري ، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ او ایران تر منځ د هوکړې له مخې د ایران د روغتیایي بیمې له خدماتو برخمن شي. د دوی شمیر اونیم لکه کسانو ته رسېږي.»

اسلام الدین جرئت وویل چې د دې خدماتو مالي لګښت د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ورکوي.

په ایران کې یو میلیون افغان کډوال په ناقانونه توګه اوسیږي.

XS
SM
MD
LG