د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د ترهګرۍ پر ضد د بریا لپاره په حکومتدارۍ کې ښه والي اړتیا ده”


د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف وايي، د ترهګرۍ پر ضد د بریا لپاره په حکومتدارۍ کې د ښه والي اړتیا ده.

جنرال راحیل شریف دا څرګندونې د سېشنبې پر ورځ ناوخته په راولپنډۍ کې د کور کمانډرانو غونډې ته په وینا کې کړې دي.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتې څانګه په یو خبرپاڼه کې وايي چې په دې غونډه کې د پاکستان د کورني امنیت د وسله والو پر ضد روانو عملیاتو او د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د ملي تګلارې عملي کېدو جاج واخیستل شو.

خبر پاڼه زیاتوي چې د دې تر څنګ په قبایلي سیمو کې اصلاحاتو ته پر وروستۍ بڼه ورکولو او د بې کوره شوو خلکو په چټکه د ستنولو په اړه هم خبرې وشوې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف د روانې میاشتې له پنځلسمې تر شلمې نېټې په رسمي سفر امریکا ته ځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG