د لاسرسي ځای

“په پاکستان کې سږکال د ګوزڼ ناروغان شمېر ۴۰ ته رسېدلی”


په پاکستان کې د روان کال له پیله تر اوسه د ګوزڼ ناروغان شمېر څلوېښتو ته رسېدلی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د کارکوونکې ادارې یونیسف ډاکټر جوهر نن(چارشنبه) مشال راډیو ته وویل چې تېره ورځ د پېښور په شاوخوا سیمه کې یو بل ناروغ میندل شوی دی.

بلخوا په قبايلي سيمو او خيبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ضد پیل شوي درې ورځني کمپاین نن دویمه ورځ ده.

پاکستان د نړۍ په هغو څو هیوادونو کې دی چېري چې د پولیو ناروغي لا هم شتون لري. په پاکستان کې بیا دا ناروغي په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې زیاته ده.

XS
SM
MD
LG